د ایران درستې پولې په لوړه سوه څارل کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102882-د_ایران_درستې_پولې_په_لوړه_سوه_څارل_کیږي
دم ګړۍ  له افغانستان سره  د ایران درستې ګډې پولې  په بشپړ امنیت کې دي  او  د افغانستان دپولو هغې خوا ته  په تیرو څو ورځو کې  رامینځةشوو پیښو ته په پام سره  د ایران په پولو کې هیڅ ډول ستونزه نشته او    مونږ هیڅ اندیښنه هم نه لرو . 
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 11, 2021 10:50 Asia/Kabul
  • د ایران درستې پولې په لوړه سوه څارل کیږي

دم ګړۍ  له افغانستان سره  د ایران درستې ګډې پولې  په بشپړ امنیت کې دي  او  د افغانستان دپولو هغې خوا ته  په تیرو څو ورځو کې  رامینځةشوو پیښو ته په پام سره  د ایران په پولو کې هیڅ ډول ستونزه نشته او    مونږ هیڅ اندیښنه هم نه لرو . 

 زمونږخبریال راپور راکړ ،  دایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دمځکني ځوا ک قوماندان سردار محمد پاکپور نن په یولړ څرګندونو کې ووئیل، په پولو کې اوسیدونکي  د وسلوال ځواک تر څنګ  د هیواد په پولو کې د تل پاتې امنیت ډ ټینګیدا لپاره غوره رول لوبوي .

 سردار پاکپور   دوغارون پولې ته دسفر په وخت  په یولړ څرګندونو کې ووئیل ،  دم ګړۍ  له افغانستان سره  د ایران درستې ګډې پولې  په بشپړ امنیت کې دي  او  د افغانستان دپولو هغې خوا ته  په تیرو څو ورځو کې  رامینځةشوو پیښو ته په پام سره  د ایران په پولو کې هیڅ ډول ستونزه نشته او    مونږ هیڅ اندیښنه هم نه لرو . 

 د  اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دمځکني ځواک  قوماندان  همداراز ووئیل ، په افغانستان کې   داخلی جنګونو او ځینو خوځښتونو ته په پام سره  ممکنه ده ، په دوي کې ځيني کسان  او اشرار  له موقعیّته  ناسمه استفاده وکړي او  د ایران اسلامی جمهوریت خاورې ته واردیدوو  نیّت ولري ،  چې بې شکه  به د دغې سیمې  دو سلوال ځواک  له غاښ ماتونکي  او چورلټ ځواب سره  مخ شي .  دغه لوړپوړي قوماندان  دغه راز ووئیل ،  اجازت به ورنکړو  د ایران خاورې او اوبو ته  تر ټولو واړوکی ګوزار ورکړل شي .

 له افغانستان سره د ایرن پولې سر ته  سفر د دوغارون مځکنۍ سرحدي  سیمې ته د سپاه پاسدارانو دمځکني ځواک   دقوماندان د سفر  یوه برخه وه .