په ایران کې په کرونا نور ۱۶۵ککړ کسان قرباني شول
(last modified Sun, 11 Jul 2021 11:57:26 GMT )
Jul 11, 2021 16:27 Asia/Kabul
  • په ایران کې په کرونا نور ۱۶۵ککړ کسان قرباني شول

وئیل شوي دي په ایران کې تر دې دمه  کابو شپږ میلیون او  اته لکه اوه دیرش زره  اته سوه شل  کسانو ته دکرونا ضد واکسن پچکاري شوی دی .

زمونږخبریال راپور راکړ  د ایران دروغتیائی چارو وزارت  نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ، په تیرو ۲۴ساعتونو کې په کرونا ککړ نورو یوسل پنځه شپیته کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی  او  دوي سره تر دې دمه په درست ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر پنځه اتیا زره اته سوه نهه پنځوس تنو ته زیات شوی دی .

 په دغې اعلامیې کې  وئیلي شوي دي،د تشخیص د نړیوالو معیارونو په اساس  په تیر شواروز کې په کرونا نور اولس زره  شپږ سوه څلور شپیته ککړ کسان پيژندل شوي  چې  تر دې دمه په ایران کې په کرونا دککړو کسانو شمیر ورسره  درې میلیون درې لکه درې اویا زره  څلور سوه پنځوسو تنو ته زیات شوی دی .

ددغه راپور په اساس په ایران کې تر دې دمه  په درملنې پسې  کابو درې میلیون پنځویشت زره  او ننه سوه یولس کسان هم ښه اوله روغتونونو رخصت شوي دي . همداارز وئیل شوي دي په ایران کې تر دې دمه  کابو شپږ میلیون او  اته لکه اوه دیرش زره  اته سوه شل  کسانو ته دکرونا ضد واکسن پچکاري شوی دی .