د ايران خارجه وزارت د برجام وروستے درې مياشتنے رپوټ اسلامي شورا ته وړاندې کړ
د ايران د اسلامي شورا جرګې ته د بهرنيو چارو د وزارت دويشتم او وروستے رپوټ ۲۱۳ مخونه اوڅوارلس بندونه لري چې پکښې په وروستيو کلونو کښې د برجام اېټمي موافقې د اجرائي بهير په اړه په يو لړ توضيحاتو کښې د دغه موافقه ليک د احياء لپاره د ويانا د خبرو اترو وروستے حالت ورکړے شوے دے.
د اېرنا د رپوټ له مخې د دغه رپوټ په څوارلس بندونو کښې د برجام موافقې او د هغې د اجرا نتائج، د سرو کرښو د خيال ساتنې لپاره صادقانه کوشش، د امريکې بدقولي، له برجامه د امريکې وتل، د امريکې له وتلو وروسته د اروپاد کم نتيجه اقدامات، د ايران د ولس په خلاف د امريکې د حکومت هراړخيز اقتصادي جنګ، د اختلافاتو د هواري لپاره د برجام د ۳۶ بند له لارې چارې څخه استفاده د بنديزونو د لغو کولو لپاره د سټراټيجک اقدام د قانون داېټمي اجرائي ژمنو کمښت د ايران د ملت د حقوقو ساتنه، له زيات نه زيات دباو د سياست ماتې، ډېموکرېټ ګوند او برجام ته ستنېدل، د بنديزونو د ختمولو د ضرورت مستندسازي، د نظام له پرېکنده سياست سره يوشان د ويانا خبرې اترې موضوعات شامل دي.