له بشري حقوقو په ملاتړ کښې د اروپا ادعاګانې دروغ دي
(last modified Tue, 13 Jul 2021 08:00:05 GMT )
Jul 13, 2021 12:30 Asia/Kabul
  • له بشري حقوقو په ملاتړ کښې د اروپا ادعاګانې دروغ دي

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د قضايي قوې ویاند غلامحسین اسماعیلي ټینګار وکړ په لویدیځې نړۍ کښې له بشري حقوقو د ملاتړ له دروغجنو ادعاګانو سره مخامخ یوو .

هغه نن د اروپا د پارلمان د ایران ضد پریکړه لیک په باره  کښې د ایران پریس خبري اژانس پوښتنې ته په ځواب کښې وویل د منافقینو ترهګره ډلګۍ چې لاسونه یې د ایران د زرګونو کسانو په وینو ککړ دي د ایران د هغه وخت ولسمشر او لومړی وزیر شهیدان کړل د اروپايي هیوادونو ملاتړ لري .

هغه وویل منافقینو ترهګرې ډلې د ایران ډیر خلک ، معلمان او کارګران شهیدان کړل او دغه ترهګره ډلګۍ نن سبا په اروپايي هیوادونو کښې غونډې جوړوي او د اروپا ځینې حکومتي چارواکي په دغو غونډو کښې ګډون کوي .

غلامحسین اسماعیلي وویل که چیرې اروپایان رښتیوني دي نو ولې یې منافقینو ترهګرې ډلګۍ ته پناه ورکړي ده داسې ترهګره ډله  چې په خپله  اعتراف کوي ترهګرې حملې یې کړي دي او له ایران سره د عراق د بعث رژیم  په اته(۸) کلن جنګ کښې یې له صدام حسین سره ملګرتیا  کړي ده .

د ایران د قضايي قوې ویاند غلامحسین اسماعیلي ټینګار وکړ د بشري حقوقو په خلاف ورزۍ کولو کښې د اروپا کړچار ډیره پراخ دی او د اروپا د بشري حقوقو ادعاګانې د ایران د اسلامي جمهوریت د حقوقي ټولنې لپاره هیڅ ارزښت نلري .

 

ټیګونه