Jul 23, 2021 07:46 Asia/Kabul
  • د هیواد بې مخینې اوچکلي د خوزستان د کړکیچ اصلي وجه ده

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د هیواد بې مخینې اوچکالي او له تیرو کلونو پاتې مشکلات د خوزستان د ننني کړکیچ اصلي وجوهات وبلل

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د هیواد بې مخینې اوچکالي او له تیرو کلونو پاتې مشکلات د خوزستان د ننني کړکیچ اصلي وجوهات وبلل

ولسمشر حسن روحاني پرون ماسپښین د خوزستان له والي قاسم سلیماني دشتکي سره په ټیلیفوني خبرو کښې، د دغه ولایت د حالاتو او د وروستیو ستونزو د هواري په لړ کښې د ترسره شویو اقداماتو په هکله د رپورټ د ترلاسه کولو په ترڅ کښې ټینګار وکړ چې له ۵۰ درجو د زیاتې ګرمۍ او د اوبو د نشتوالي زغمل ډیر سخت کار دی او په دې حالاتو باندې اعتراض د خلکو حق دی.

ولسمشر په دې خبرې سره چې په خوزستان ولایت کښې رامینځته شوي حالات بیخي بحراني دي، وویل: د دې ولایت ښه، صبرناک او مقاوم خلک دې شک نه کوي چې حکومت د هغوي د برحقه اعتراض چغه اوري او د بې مخینې اوچکلۍ او د تیرو کلونو د پاتې ستونزو په وجه د اوبو د نشتوالي د ستونزې د هواري لپاره به خپله پوره پوره هڅه وکړي.

هغه خلکو ته د ولایتي چارواکو د وضاحت او ځواب ورکولو او بیخي په رڼه توګه د رامینځته شوي حالت د وجوهاتو په هکله د تشریح په ضرورت باندې په ټینګار سره امر وکړ چې د ولایت او هم داشان د ګاونډي ولایتونو ټول امکانات او وسائل دې د ستونزو د سمدستي هواري په موخه وکارول شي.

هغه وویل چې نن جمعه د ځان په استازیتوب خپل وړومبې مرستیال خوزستان ته لیږي چې د خلکو د ستونزو د هواري کارونه تعقیب کړي.

 

ټیګونه