د ایران په پولو کښې د انقلاب ضده ډلو وسلې ونیوې شوې
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک د حمزه سید الشهدا نومې قرارګاه د ایران په شمال لویدیځو سرحدونو کښې د وسلو او جنګي سازوسامان د یوې جوپې د نیول کیدو خبر ورکړ
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک د حمزه سید الشهدا نومې قرارګاه د ایران په شمال لویدیځو سرحدونو کښې د وسلو او جنګي سازوسامان د یوې جوپې د نیول کیدو خبر ورکړ
فارس خبري آژانس لیکلي چې د د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک د حمزه سید الشهدا په نوم قرارګاه ویلي دي: د انقلاب ضده ډلګیو ورانکارو کسانو نیت درلود چې دغه وسلې او مهمات په ایران کښې د امنیتي ضده او ترهګرو اقداماتو لپاره د استعمالولو په موخه ایران ته ننباسي خو د سپاه پاسداران د دغې قرارګاه د جنګیالیو د بشپړې اطلاعاتي څارنې او تسلط په برکت په خپل دغه سپیره هدف کښې ناکامه پاتې شول.