د ایران د خلکو او چارواکو په مرستې سره فتنه ختمه شوه
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک مشر برید جنرال حسین سلامي ټینګار وکړ د دښمانانو فتنه د خلکو او د چارواکو په مرستې سره پاې ته ورسیدله .
هغه پرون په دې خبرې سره چې دښمن د اقتصادي مشکلاتو، د اوبو د کمښت او د وچکالۍ په شمول په بیلابیلو پلمو سره په ایران کښې د فتني د رامینځته کولو کوشش کوي وویل د خلکو او د حکومتي چارواکو په مرستې سره مشکل یوبل پسې ختمیږي .
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک مشر حسین سلاميد خوزستان ولایت وروستیو پیښو ته په اشارې سره د دغه سیمې خلک د خبرو او د بصیرو کسانو په توګه یاد کړل کوم چې خپل صف یې له انقلاب ضد کسانو جلا کړی دی .
هغه وویل ایران د کورونا په مدیریت ، د عمومي واکسین په ترسره کولو او تر سختو دباونو لاندې د هیواد په اداره کولو سره وښودله چې خپلواکه دی او په هیڅ ستر قدرت پورې به اړونده نه وی .