ظریف او د چین استازي د افغانستان وروستي بدلونونه وڅیړل
(last modified Tue, 17 Aug 2021 02:50:07 GMT )
Aug 17, 2021 07:20 Asia/Kabul
  • ظریف او د چین استازي د افغانستان وروستي بدلونونه وڅیړل

د افغانستان په چارو کښې د چین د خارجه وزارت له ځانګړي استازي سره د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په کتنه کښې د افغانستان وروستي بدلونونه وجاجول شول.

د افغانستان په چارو کښې د چین د خارجه وزارت له ځانګړي استازي سره د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په کتنه کښې د افغانستان وروستي بدلونونه وجاجول شول.

محمد جواد ظریف پرون په تهران کښې د افغانستان لپاره د چین د خارجه وزارت د ځانګړي استازي یوه شیائو یونګ په کتنه کښې، د دواړو هیوادونو د سفارتي اړیکو د پیلیدو د پنځوسمې کلیزې په مبارکۍ او په افغانستان کښې د وروستیو بدلونونو په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت د نظریې په وضاحت سره، د افغانستان په روانو حالاتو کښې د هر ډول تشدد او جنګ د مخنیوي په موخه په دغه هیواد کښې د قدرت د صلحه ایز انتقال له غږملونکې شورا څخه د ایران په ملاتړ ټینګار وکړ.

ظریف د افغانستان په وروستیو بدلونونو کښې د بې ځایه شویو خلکو او په ګاونډي هیوادونو د هغوي د ورماتیدو موضوع د افغانستان له بدلونونو رامینځته شوې ترټولو مهمه او ضروري موضوع وبلله چې د کرونا د وبا سختو حالاتو ته په پام سره جدي توجه ته ضرورت لري.

د افغانستان په چارو کښې د چین د خارجه وزارت ځانګړي استازي یوه شیائو یونګ هم په دغې کتنې کښې له ایران سره په مختلفو برخو کښې سټراټيجکې اړیکې بااهمیته وبللې او د افغانستان د بدلونونو په هکله یې د خپل هیواد نظریه بیان کړه او د سیمې د هیوادونو په تیره بیا د افغانستان د ګاونډیانو د ملګرتیا په ضرورت یې ټینګار وکړ.

 

ټیګونه