سلامي:
د ایران د سرلوړۍ لپاره خپله پوره پوره هڅه کوو
د سپاه پاسداران قومندان وویل: کوم کسان چې غواړي د ایران له ولس سره د امریکې په ژبه خبرې وکړي پوه دې شي چې زمونږ ولس به خپل عزت په هیڅ څه قربان نه کړي.
د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران مشر قومندان سردار حسین سلامي په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ایران تل په خپل باطني قدرت نازیږي او په خدای باندې تکیه کوي، وویل چې د ایران د خلکو د سرلوړۍ لپاره به خپل توان وکاروي.
سردار سلامي د امام حسن(ع) قرارګاه په غونډه کښې چې په ایران کښې د کرونا له امله د رامینځته شویو ستونزو په هواري کښې د مرستې او د خلکو د معیشتي او کار کسب د ستونزو په حل کولو کښې په کښې مرسته کښې د انقلابي او حمایتي ارګونو د رول لوبونې لپاره نویو لاروچارو د رسیدو په موخه جوړه شوه، وویل: دا غونډه د اسلامي انقلاب د عظیم الشانه رهبر د حکمونو، ټینګارونو او تابیاؤ وروسته د ایراني ولس د ارادې په درنښت سره ترسره کیږي.
هغه په دې خبرې سره چې د ایران ولس تل په خپل داخلي قدرت نازیږي او په خدای تعالی باندې تکیه کوي، زیاته کړه: نن سبا د نړۍ په مختلفو سیمو کښې وینو چې که یو حکومت او هیواد د پردیو په ډاډ اودریدل غواړي نو ډیر زر ورڅخه ملاتړ ختمیږي او دغه اډانه یې د اوبو دپاسه د زګ په شان ده.
د سپاه پاسداران قومندان وویل: کوم کسان چې غواړي د ایران له ولس سره د امریکې په ژبه خبرې وکړي پوه دې شي چې زمونږ ولس به خپل عزت په هیڅ څه قربان نه کړي.