ایران د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس رپورټ ته غبرګون وښود
تر څو چې د امریکې او د ایټمي موافقې د نورو لورو له خوا د برجام بشپړه او بې قید او شرطه اجرا دوباره پیل نه شي، د ایران اسلامي جمهوریت به هم خپل صلحه ایز ایټمي پروګرام د ژمنو مطابق جاري وساتي
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند بیګا د دې په یادونې سره چې د ایټمي موافقې په لړ کښې د ایران کمونکي او جبیره ناک اقدامات د دغې موافقې په چوکاټ کښې شوې دي، ټینګار وکړ: که چیرې واشنګټن او نور لوري په برجام کښې خپلو کړو ژمنو ته راستانه شي نو ایران به هم دغې لارې ته ورستون شي.
سعید خطیب زاده د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس له خوا د وروستي خپور شوي رپورټ په هکله وویل: د ایران ټول ایټمي پروګرامونه او اقدامات له (این، پي، ټي) سره بشپړ سمون خوري او د ایران ژمنې د آژانس تر څارنې لاندې وې او له مخکښې نه په اعلان سره ترسره شوې دي.
هغه زیاته کړه چې د برجام په لړ کښې د ایران کمونکي او جبیره کونکي اقدامات هم د ایټمي موافقې په چوکاټ کښې شوي دي او لکه څنګه چې مو په ځلونو ویلي دي، د امریکې له خوا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک او د برجام د بشپړې خلاف ورزۍ او د ایټمي موافقې د نورو لورو په تیره بیا د دریو اروپايي غړو د بشپړې پابندۍ نه کولو په ځواب کښې ترسره شوي دي.
خطیب زاده ټینګار وکړ، جوته ده تر څو چې د امریکې او د ایټمي موافقې د نورو لورو له خوا د برجام بشپړه او بې قید او شرطه اجرا دوباره پیل نه شي، د ایران اسلامي جمهوریت به هم خپل صلحه ایز ایټمي پروګرام یوازې د خپلو اړتیاؤ او حاکمیتي پریکړو سره سم او د څارنې په لړ کښې د خپلو ژمنو په چوکاټ کښې تعقیبوي.