دښمانانو د ایران په ملت د دباو لپاره هره حربه کارولي ده
مهر خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک مشر حسین سلامي له دفاع وزیر برید جنرال محمد رضا قرايي اشتیاني سره په کتنې کښې ټینګار وکړ دښمانانو د ایران په ملت او اسلامي نظام باندې د دباو لپاره هرچلول او حربه کارولي ده .
د ایران د سپاه پاسداران ځواک مشر حسین سلامي دفاع وزارت ته په ورتلو سره له دفاع وزیر محمد رضا قرايي اشتیاني سره کتنه او خبرې وکړې .
د ایران د سپاه پاسداران ځواک مشر حسین سلامي وویل دښمانان په تیرو څلویښتو (۴۰)کلونو کښې له خپلو بې وسیو سره سره هماغه راز په خپلو کینو او دښمنیو ټینګار لري او هره ورځ دغه ژورې دښمنیانې په ځانګړیو چلولونو او پیچلتیاو سره ښکاره کوي او ضروري ده په کامل بصیرت او هوشمندۍ سره له دغو دښمنیو سره مقابله وشي .
د ایران دفاع وزیر برید جنرال اشتیاني هم ډاګینه کړه د ایران د اسلامي جمهوریت د دښمانانو سترګې دې ړندې وي په ګډ کار ، پیوستون او بشپړه غږملتیا سره د هیواد د دفاعي بنسټ د پیاوړي کولو او د وسله والو ځواکونو دسټراتيژیکو ضرورتونو په تامینولو کښې به د ډاډ وړ شرایط برابر او رامینځته کړو .