معظم رهبر او د ایران ولسمشر د شیخ قبلان د مړینې تسلیت ویلی
د لبنان د شیعیانو د لوړې اسلامي شورا مشر شیخ عبدالامیر قبلان په ۸۵ کلنۍ کښې وفات شو
حضرت آیت الله العظمی خامنه اي او حجت الاسلام رئیسي د لبنان د حزب الله عمومي منشي ته په یو پیغام کښې د لبنان د شیعیانو د لوړې اسلامي شورا د مشر حجةالاسلام والمسلمین شیخ عبدالامیر قبلان د وفات کیدو په هکله تسلیت ویلی دی.
سید حسن نصر الله ته د معظم رهبر په پیام کښې راغلي دي: د مجاهد عالم ارواښاد حجةالاسلام والمسلمین شیخ عبدالامیر قبلان د وفات کیدو په مناسبت د هغوي قدرمنې کورنۍ او د لوړې شورا ارزښتناکې ټولنې او د ارواښاد ټولو مینه والو او دوستانو او د لبنان ټولو شیعه مسلمانانو ته تسلیت او تعزیت وایم.
آیت الله العمظی خامنه اي هم داشان ویلي دي: هغه د مقاومت د بهیر او خپله زما ارزښتناک او وفادار دوست و او خپل برکتناک عمر یې په لبنان کښې د لوړو هدفونو په خدمت کښې تیر کړ. د هغه وفات د خفګان لامل دی. له متعال خدای څخه د هغه لپاره رحمت او مغفرت غواړو.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر آیت الله رئیسي هم د مجاهد عالم حجةالاسلام والمسلمین شیخ عبدالامیر قبلان د وفات کیدو په مناسبت د لبنان حکومت، ولس او اسلامي مقاومت ته تسلیت وړاندې کړ.
د ویلو ده چې د لبنان د شیعیانو د لوړې اسلامي شورا مشر شیخ عبدالامیر قبلان په ۸۵ کلنۍ کښې وفات شو. هغه په لبنان کښې د مقاومت د بهیر یو جدي ملاتړی او له جعلي صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو د سمولو یو سخت مخالف و.