Sep 23, 2021 15:57 Asia/Kabul
  • په ایران کې دکرونامنحوس ویروس نور ۳۱۷قرباني کړل

 د  هیوادونو درسمي  احصایو په اساس ، کرونا ویروس تر دې دمه   په دنیا کې څه دپاسه  دوه سوه دیرش میلیون کسان ککړ کړي  او څه دپاسه  څلور میلیون اوه لکه څلور دیرش زره  کسانو هم خپل  ژوند له لاسه ورکړی دی .

زمونږخبریال راپور راکړ،د ایران داسلامی جمهوریت د روغتیا وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره  ووئيل  په ایران کې په تیر شواروز کې  په کرونا د ککړو نورو  درې سوه اولس کسانو په قرباني کیدا سره  په درست هیواد کې تر دې  دمه  د کرونائي قربانیانو شمیر یولک اتلس زره پنځه سوه  اته سوه کسانو ته رسیدلی دی .

 په دغې اعلامیې کې وئیل شوي دي ، دغه راز په تیرو ۲۴ساعتونو کې  د تشخیص د قطعي معیارونو په اساس شپاړس زره  درې سوه دوه شپیته تنه هم په کرونا ککړ شوي چې له دوي دوه زره دوه سوه تنه په روغتونونو کې  بستري شوي چې له دوي سره  په هیواد کې په کرونا د ککړو کسانو شمیر پنځه میلیون څلورلکه درې نوي زره شپږ سوه تنو ته زیات شوی دی . 

 د ایران  روغتیا وزارت   دغه راز وئیلي دي ،تر دې دمه  څلور میلیون اته لکه دوه اویا زره   او  اته سوه  پنځه شپیته  تنه هم  په درملنې پسې ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

 د  هیوادونو درسمي  احصایو په اساس ، کرونا ویروس تر دې دمه   په دنیا کې څه دپاسه  دوه سوه دیرش میلیون کسان ککړ کړي  او څه دپاسه  څلور میلیون اوه لکه څلور دیرش زره  کسانو هم خپل  ژوند له لاسه ورکړی دی .

 

ټیګونه