که چیرې د قاسم سلیماني رول نه وائ د سیمې حالت به بل څه و
(last modified Wed, 29 Sep 2021 23:38:42 GMT )
Sep 30, 2021 04:08 Asia/Kabul
  • که چیرې د قاسم سلیماني رول نه وائ د سیمې حالت به بل څه و

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک له قومندان سردار اسماعیل قااني سره په کتنې کښې وویل که چیرې له صهیونیزم او ترهګرۍ سره د مبارزې د اتل ډګر جنرال قاسم سلیماني رول نه وائ نن سبا به د سیمې حالت بل څه و .

حسین امیر عبداللهیان وویل که چیرې داعش ډله په سوریې او عراق کښې بریالۍ کیدله نن سبا ټوله دنیا له ترهګرۍ او سرزورۍ سره مخامخ وه  .

هغه  ټینګار وکړ د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزارت به په ویاړ سره له ترهګرۍ سره د مبارزې او د سیمې له هیوادونو سره د دوستۍ او د سولې په سیسټاماټیک کولو کښې د سولې د سردار حاج قاسم سلیماني لاره تعقیب کړي .

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران قدس ځواک بې سرحده سرباز وباله کوم چې د سیمې او د نړۍ له امنیت او سولې سره په مرسته کولو کښې ستره ونډه لري .

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان برید جنرال اسماعیل قااني هم په دغه کتنې کښې د ستر شهید ډګر جنرال قاسم سلیماني او د خارجه وزارت د شهیدانو د یاد او خاطرې په لمانځلو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د ګټو په تامینولو کښې د خارجه وزارت په ځانګړي او په پام وړ مقام ټینګار وکړ .

 

ټیګونه