د لویدیځ د بشري حقوقو په دوه ګوڼوالي نیوکه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i106396-د_لویدیځ_د_بشري_حقوقو_په_دوه_ګوڼوالي_نیوکه
د بشری حقوقو په وړاندې د لویدیځ متناقض کړچارونه د دغه حقیقت ښودنه کوی چی هغو هروخت چی ګټې یې ایجابوي له دغې موضوع د نورو هیوادونو په وړاندې د سیاسی اوزار په توګه استفاده کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 02, 2021 13:07 Asia/Kabul
  • د لویدیځ د بشري حقوقو په دوه ګوڼوالي نیوکه

د بشری حقوقو په وړاندې د لویدیځ متناقض کړچارونه د دغه حقیقت ښودنه کوی چی هغو هروخت چی ګټې یې ایجابوي له دغې موضوع د نورو هیوادونو په وړاندې د سیاسی اوزار په توګه استفاده کوي .

 

که څه هم د بشری حقوقو  درناوې د ملګرو ملتو د منشور یوه مهمه برخه ده خو په دې زمینه کې د لویدیځ دوه ګوڼوالی او له دغې موضوع اوزاری او سیاسی استفادې ، بشری حقوقو خپله حقیقی معنا او مفهوم له لاسه ورکړې دې .

د بشری حقوقو په وړاندې د لویدیځ متناقض کړچارونه د دغه حقیقت ښودنه کوی چی هغو هروخت چی ګټې یې ایجابوي له دغې موضوع د نورو هیوادونو په وړاندې د سیاسی اوزار په توګه استفاده کوي .

د ایران اسلامی جمهوریت له دغه دوه ګوڼ والی په نیوکه کې په یوه بیانیه کې چی د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ دریمې کمیتۍ ته یې وړاندې کړه ، بشری حقوقو ته د درناوی په شمول د ملګرو ملتو د منشور هدفونو او اصولو ته  په خپلې ژمنتیا د ټینګار په ترڅ کې د لویدیځ د بشری حقوقو په دوه ګوڼوالی نیوکه وکړه .

دغه بیانیه د افغانستان وضعیت ته په اشاری سره یادونه کوی چی تهران د افغانستان د خلکو وضعیت په جدی اندیښنې سره تعقیبوی په تیره بیا هغه کسان چی د هیواد په داخل او بهرنیو هیوادونو کې کډوال شوي دي  او نړیوالو ملاتړونو په تیره بیا له کرونا سره اغیزمنې مبارزې لپاره مرستې ته اړتیا لري .

په دغه بیانیه کې همداراز راغلي دی د افغانستان وضعیت نه یوازې د امریکا حقیقی څیره بلکې  دهغوکسانو چی دوې لسیزې مخکې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او له بشری حقوقو د د ملاتړ په پلمه په دغه جنګ ځپلی هیواد حمله وکړه ، ښکاره کوی .

امریکا د افغانستان په نیواک سره په دغه هیواد او سیمه کې د جنګ ، ناامنۍ ، ترهه ګرۍ او نشه ایزوموادود پراختیا سبب شوه . د افغانستان ، غزې او یمن د خلکو غمیزناک وضعیت د لویدیځ د بشری حقوقو د دوه ګوڼ والی نه انکاریدونکی نمونې دي .

دغه  هیوادونه په یمن کې د سعودی رژیم د جنایتونو په وړاندې نه یوازې چوپتیا غوره کړی ده بلکې د وسلو په خرڅولو سره ظالم سعودی واکوالان پیاوړی کوی . عربستان په یمن په هوایی حملو او بمباریو کې تراوسه په زرګونو کسان په وینو کې لغړولی  او په میلیونونونور کډوال کړي دی . په داسې حال کې چی د امریکا ، انګلستان  او کاناډا په شمول د بشری حقوقو مدعی هیوادونه د یمن په جنګ کې د جنایتونو شریک دي .

د لویدیځ د بشری حقوقو د سیاسی کاریو یوه بله بیلګه د ایران پرضد د امریکا د ظالمانه بایکاټونو په نه غندلو او چوپتیا کې لیدلې شو . امریکا په خپلو غیرقانونی بایکاټونو سره د ایرانی ولس د حقوقو تر ټولو ستر خلاف ورزۍ کونکۍ ده . د ایران د بیانیې په یوه برخه کې د یواړخیزه غیرانسانی او غیرقانونی بایکاټونو په نیوکې سره جوته شوی ده ، دغه اقداماتو د ایران اسلامی جمهوریت په مناسب وخت کې د کرونا واکسین  له لاس رسۍ محرومه کړ .

داسې تورې کارنامې ته په پام سره په نورو هیوادونو کې دبشری حقوقو د وضعیت په اړه د لویدیځ اندیښنو څرګندول او په دغه موضوع کې د سیاسی بیانیو او پریکړه لیکونو صادرول ارزښت او باور نلری . ځکه چی له حقیقتونو د عمومی افکارو په  غړولوپسې دي . البته د بشری حقوقو په موضوع کې د لویدیځ دوه ګوڼ والې د نړۍ د عمومی افکارو له نظره پټ ندې . په همدې علت د دغو دوه ګوڼی والی دوام د بشری حقوقو په اورګانونو د بې باورۍ د زیاتیدا سبب شوی دی .