امریکا ، اسرائیلو او مرتجعو هیوادونو له ایران څپیړه خوړلي ده
Oct 21, 2021 05:15 Asia/Kabul
فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د سیاسي چارو مرستیال سردار ید الله جواني ټینګار وکړ امریکا ، صهیونیسټ رژیم او د سیمې مرتجعو عربو هیوادونو له ایران څخه اصلي څپیړه خوړلي ده .
هغه پرون په دې خبرې سره چې امریکا، صهیونیسټ رژيم او د سیمې مرتجعو عربو هیوادونو له ایران څخه اصلي څپیړلي خوړلي ده وویل نن سبا په ایران کښې امنیت او کراری دی او ایران د خپلو شهیدانو درنښت کوي ځکه چې ملت ته یې عزت او عظمت ډالۍ کړی دی .
سردار ید الله جواني وویل نن سبا دښمن د سیمې د ځینو عربو هیوادونو له جهل او ناپوهۍ څه په استفادې کولو سره ځینې سرزوري ، جاهل او ناپوهه کسان په کار اچولي دي کوم چې د امریکا ، د بریتانیا او د صهیونیسټ رژیم خدمت کوي .