دښمانان د ایران د پوځ او سپاه د قدرت او ارادې له ازمویلو ډډه وکړي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د حضرت خاتم الانبیا صلی الله علیه واله وسلم د مرکزي کیمپ قومندان په دې خبرې سره چې د ایران وسله وال ځواکونه له هر هیواد څخه په هره سویه هرډول ګواښ ځپي وویل دښمانان د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران او د پوځ د ارادې او د قدرت له ازمویلو ډډه وکړي .
د ایران د حضرت خاتم الانبیا صلی الله علیه واله وسلم د مرکزي کیمپ قومندان برید جنرال غلامعلي رشید د ذوالفقار ۱۴۰۰ ګډې پوځي مانورې کښې د پوځ د قومندانانو په ټول کښې زیاته کړه د ایران پوځ او وسله وال ځواکونه تل ځانونه د عملیاتي او د تاکتیکي او د سټراټيژیکې مقابلې ، د امنیتي ثبات او د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا او د موجودیت د ساتلو او دغه راز د صهیونیسټ رژيم او د امریکا د ائتلاف او د دښمانانو د ائتلاف په وړاندې خپل سیمه ییز قدرت او موقعیت ساتي .
هغه وویل نن هم په دغه سترې پوځي مانورې کښې چې د ایران په جنوب ختیځ کښې د سیستان و بلوچستان په عمومي سیمې او د ایران په جنوب کښې په هرمزګان ولایت او د هند اوقیانوسیې د شمال او د مکران په سواحلو کښې د اجرا په حال کښې ده د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د هوايي دافع هوا او د ځمکني ، سمندري او د هوايي ځواکونو د لوړو وسونو او د چمتووالیو کتونکي یوو چې د ویاړ خبره ده .