د سمندري امنیت په ډګر کښې د وسله والو ځواکونو د توان په زیاتولو باندې د سپاه د مشر قومندان ټینګار
د نړیوالو اوبو او د هیواد د سمندري حدودو ثبات او امنیت په پراخو سمندرونو کښې د ایران د ټولو سمندري ځواکونو د باتوریو او متقدرانه شتون پامته داره او د هیواد د سمندري او بندري ټولنې لپاره افتخاري سند دی.
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدران مشر قومندان سردار حسین سلامي پرون (یکشنبه) د امام خامنه اي په نامه د سمندري علومو او فنونو په پوهنتون کښې د دیره مرکزونو او یونټونو په کتنه کښې څرګنده کړه: د وسله والو ځواکونو توان زیاتونه د اودریدو نه ده او په دې پیغام باندې ټول باید ځان پوه کړي چې د ایران د اسلامي جمهوریت وسله وال ځواکونه به هیڅچا ته د خپل هیواد په چارو کښې د لاسوهنې اجازه ورنه کړي.
د ایران دفاعي ډاکټرین د لوړې سویې دفاعي تیاریو په لرلو ولاړ دی. د ایران وسله والو ځواکونه نن سبا دا توان لري چې د سمندري، هوايي او ځمکني جنګ په ډګر کښې د خپلو پرمختللو وسلو او تجهیزاتو په کارولو سره، په هره سیمه کښې چې د امنیت رامینځته کولو ته ضرورت وي، هلته شتون ولري.
د ایران تقریباً ۹۰ فیصده تجارت د سمندر له لارې کیږي او سمندر اوس هم له سیمې د بهرو لوبغاړو او کله کله د سمندري ترهګرۍ له خوا له خطر سره مخامخیږي او دا چې د ایران اقتصادي چورلیز دی، ګواښل کیږي.
د سمندري دفاع یو ضرورت هغو ټیکنالوجیو ته لاسرسي ده چې د سمندري پوځي تجهیزاتو په جوړولو، تولید او استعمال کښې استعمال لري. ایران له بندیزونو سره سره د ځايي تخصص او پوهې په کارولو سره د سمندري امنیت د تامینولو په شمول د پام وړ پرمختګونه کړي دي.
په سمندر او سواحلو کښې د پوځ او سپاه د سمندري ځواک شتون د اسلامي ایران د سرحدونو د ساتنې او دفاع نه علاوه، د ایران په تیره بیا د ساحلي ولایتونو د اوسیدونکو لپاره ارامښت او خوندي تجارت رامینځته کړی دی. د ایران وسله والو ځواکونو په سیمه ایزو او نړیوالو اوبو کښې په خپلو پیاوړي شتون سره د تجارت په تیره بیا د سوداګري او تیلي کشتیو او سمندري لارو لپاره د پایداره امنیت د ساتنې په برخه کښې خپلې توانمنۍ ثابتې کړې دي. د ایران د تیلي کشتۍ د تیلو د غلا کولو په لړ کښې د امریکې له وروستي اقدام سره د ایران قدرتمنده مقابلې وښودله چې د ایارن سمندري ځواک په پوره اقتدار سره له ګواښونو سره مقابلې ته تیار دی.
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان سردار جنرال حسین سلامي په هم دې هکله په یو لړ څرګندونو کښې، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ایران غواړي د خپل دفاعي قدرت قلمرو، تر لرې پورې پراخ کړي، څرګنده کړه: د سپاه سمندري ځواکونه نن سبا دنده لري چې د سمندري دفاع د اغیزې قدرت دومره زیات کړي چې د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ او د سمندري ګټو د ساتنې او د دښمن د تعقیب د ختمولو لپاره ډاډمنې دفاع ته ورسیږي.
په حاکمیتي او نړیوالو سمندرونو کښې د امنیت تامینول او د زرګونو کشتیو تیلي او تجارتي کشتیو خوندي تګ راتګ د هغو وسله والو ځواکونو له خوا د پایداره امنیت پامته داره دی چې تل د سمندر کچ کونې د نړیوال سازمان د پام وړ هم ګرځیدلي دي او دغه سازمان په ځلونو د امنیت په ساتنه کښې د ایران د هلوځلو قدرونه کړې ده.
بزنس انسایډر امریکايي ویب سایټ په خپل تازه رپورټ کښې د خپلو بیړیو په بیارغاونه او ماډرن کولو کښې د سمندري ځواک د پرمختګونو په هکله ولیکل: نن سبا ایران خپلې بیړۍ په سمندرونو کښې مختلفو ماموریتونو ته لیږي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک سټراټیجکه بیړۍ په خپل وروستي ماموریت کښې په اول ځل او د سمندر کچ کونې په ډګر کښې د ایران د جمهوري اسلامي نظام د توانمنیو د ښودلو په موخه د اطلس سمندر اوبو ته لاړه.
دا خصوصیات ښودنه کوي چې د ایران وسله وال ځواکونه په اقتدار سره، له ګواښونو سره مقابلې ته تیار دي او په مختلفو ډګرونو کښې یې خپلې توانمنۍ ثابتې کړې دي. د ایران سمندري ځواکونه په دې ظرفیت سازۍ کښې ځانګړی مقام لري. د دغه چمتووالي ساتنه او لوړونه په حقیقت کښې د ایران په اسلامي جمهوریت کښې او د هیواد په سرحدونو کښې د پایدارې صلحې یو ضمانت دی.
*/*/*/*/*/*