Nov 25, 2021 07:30 Asia/Kabul
  • د ایران او د امارات تر مینځ د اړیکو د نوی باب د پرانیستل کېدو موافقه

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال وویل: ایران او امارات موافقه کړې چي د دواړو هیوادونو تر مینځ په اړیکو کې نوی باب پرانیستل شي.

د اسلامي ایران د بهرنیو چارو د وزیر سیاسي مرستیال علی باقري په خپل ټوویټر کې د سیمي هیوادونو ته د سفر په دوام کې ولیکل: نن په دوبۍ کې د امارات د بهرني سیاست له سلاکار انور قرقاش او د بهرنیو چارو له وزیر خلیفه شاهین المرر سره په یوه دوستانه ناسته کې موافقه وکړه چي د دواړو هیوادونو تر مینځ په اړیکو کې نوی باب پرانیستل شي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سیاسي مرستیال د سیمه ایزو همکاریو د ودې په لړ کې د سیمي هیوادونو ته په سفر تللی دی.

 

 

ټیګونه