د ایران دفاعی او توغندوي قدرت تل پاتې او مثال ورکونکی دی
د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د هوافضا ځواک قوماندان روښانه کړې ده ، نن سبا د ایران د وسلوال ځوا توغندوي ،دفاعي او د ډرونز الوتکو قدرت او طاقت ، د دښمنانو د وحشت او یرې سبب شوی او د دوي په سترګو کې یو ازغی دی .
تسنیم خبري آژانس راپور ورکړ، د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دهوافضا ځواک قوماندان سردار امیر علی حاجی زاده پرون د ایران د لویدیځ کردستان ولایت په بیجار ولسوالۍ کې په یوه سیمنار کې ددې خبرې په کولو سره چې په هیواد کې اوسنی باثباته آرامښت او امنیت د شهیدانو دپاکې وینې په برکت سره دی ،روښانه کړه ، نن سبا د ایران امنیت ، او دفاعي او توغندوي قدرت تل پاتې او بیلګه قدرت دی .