د ویانا د ایټمي خبرواترو اتم پړاؤ،د لویدیځوالو رغنده کړچار ته اړتیا
(last modified Mon, 27 Dec 2021 11:26:51 GMT )
Dec 27, 2021 15:56 Asia/Kabul
  • د ویانا د ایټمي خبرواترو اتم پړاؤ،د لویدیځوالو رغنده کړچار ته اړتیا

د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد دبندیزونو دلغوه کیدا په باب د ایران  او ۴+۱ ډلې  د استازو ترمینځ د خبرواترو اتم پړاؤ نن په ویانا کې پيلیږي .

تمه کیږي ، د خبرواترو په دغه پړاؤ کې  اروپائي لوري په لازیات جدیّت سره د خبرواترو میز ته حاضر شي او له رسندوئي او پروپيګنډیزې فضا جوړونې څخه په ډده کولو سره ،د خپلو ژمنو  د اجرا لپاره  عملی ګامونه پورته کړي . 

  د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د تیرې پنجشنبې په ورځې لویدیځي لورو ته  په خطاب کې وئيلی دي ،که غواړئ د ایران په سوله ایزې  ایټمی موضوع کې د تاسو اندیښنې لیرې شي،نو باید دجامعې نړیوالې ایټمي  موافقې سره اړونده درست بندیزونه دې لیرې شي .

 ایران د خبرواترو په اوم پړاؤ کې د  ایټمي موضوع او بندیزونو د لغوه کولو په باب   دوه نوي سندونه  وړاندې کړل  چې  له ۴+۱ډلې  له غړو سره  دخبرواترو دنوي پړاؤ اساس به د ایران د دریځونو په اساس وي .

  پر دې  اساس، نوی سند د بندیزونو د لغوه کیدا په باب د خبرواترو  اساس شوی چې  له هغه سند سره چې د ویانا دخبرواترو د شپږم پړاؤ په خبرواترو ې:  نهائي شوی ؤ، څه فرق لري .د ایران په ضد دظالمانه بندیزونو  مؤثره لغوه کیدا  موضوع ،د ایران د مرکچي ټیم  اصلي ایجنډا ده  او  له دې پرته نورو بحثونو، یعني  ایټمي ژمنتیاؤ  ته د واردیدو امکان  نشته .

 د  ایران په چارو کې د فرانسې یو کارپوه برنارډ هورکډ وائي ،تهران بریالی شوی څو خپل لوري قانع کړي ، چې د بندیزونو موضوع باید د خبرواترو په لومړیتوب کې شي ، ځکه  دا موضوع  دایټمي تخنیکي  موضوعګانو  دحل لپاره  لاره  هواروي .

په ایټمي موضوع کې  هم ایراني لوري ، خپلې لیدتوګې په هغه متن کې چې د ویانا دخبرواترو په شپږم پړاؤ کې نهائي شوی ؤ ، درج کړي دي  او   ا یران دمرکچي ټيم  له استدلالونو  وروسته ، مقابل لوری  نهایتا  په هغو موردونو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د لیدتوګو منل، چې د دوي خوښې وې، دسند په مسودې کې  درج شي او  هغه د خبرواترو  لپاره اساس شي .

ددغو بحثونو اوسلامشورو د نتیجو په باب دنړیوالو مسئلو  کارپوه او شناندی  رضا فرجي راد  وائي ،اوس  دا یران ، لویدیځي او ختیځي لورو  هیله ، د تیرو خبرواترو  په نسبت لازیاته  شوې ده  او د درستو لورو له خوا مثبتې خبرې آوریدل کیږي . 

 څرګنده ده چې  د ایران اسلامی جمهوریت  تر دې دمه په ښه نیّت او  لازم جدیّت سره  له ایټمي ژمنتیاؤ سره  اړونده بحثونه  پر مخ بیولي دي  او هماغه ډول چې مقابل لوري وائي،دوي هم  د خبرواترو د دودم او په لږترلږه ممکن  وخت کې  یوې نتیجې ته درسیدا غوښتونکي دي .

 د ویانا  په  ایټمي خبرواترو کې  د روسیې  استازي میخائيل  اولیانوف وئيلی دي؛د خبرواترو په مخکې پړاؤ کې ، مرکچیان، دخبرواترو په چټک پرمختګ پسې وو ،مونږ باید  په لازر ممکن وخت کې  دخبرواترو د بریالۍ بشپړ تیا  لپاره خپلې هڅې ، ترجیحا  د فرورۍ  میاشتې تر لومړیو پورې  هدایت کړو .

  د ایران تمه  دا ده چې  اوس دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې  لوري ، په مشخص ډول ، اروپائي او امریکائي لوري ، پخپلو مسئولیّتونو عمل  و کړي او  په لارغنده کړچار سره په ویانا کې    خبرې اترې تعقیب کړي ، په دې توګه چې  دبندیزونو په مؤثرې لغوه کیدا سره ، په هرډول احتمالی موافقې کې د ایران ګټې تضمین شي .

 

ټیګونه