د ایران په ضد دبندیزونو د لغوه کولو لپاره د ویانا د خبروااترو دوام
د ایران په ضد د بندیزونو د لغوه کولو په باب د ویانا دخبرواترود اتم پړاؤ دریمه ورځ په داسې حال کې تعقیب شوي چې مرکچي ټيمونو د خبرو اترو بهیر مثبت او مخ په وړاندې بللی دی .
د ایران دمرکچي ټیم مشرعلی باقري کني پرون د اروپائي ټرائيکا (انګلستان،فرانسې او جرمني اروپائي هیوادونو) د پلاؤ له مشرانو سره او دغه راز د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست دکمیشن دعمومی منشي له مرستیال آنریکه مورا سره دوه اړخیزې او څو اړخیې خبرې وکړې . له دې سره په یووخت ، د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ دکارپيژاندنې غونډې هم د بندیزونو د ختمولو پر موضوع په تمرکز سره روانې دي ، چې ټاکل شوې ده نن هم تر وروستیو پورې په همدې چورلیز سره غونډې د وام ومومي .
راپورونه ښئ ، د دوو مخکینو پړاؤنو په نسبت په خبرواترو کې دګډون کونکو ترمینځ اختلافي ټکي کم شوي او دخبرواترو بهیر لا ښه او دوام لري.
علی باقري بیګا له مقابلو لورو سره د غونډو له ختمیدا وروسته ،د خبرواترو بهیر مثبت بللی او وئيلي ئې دي ، خبرې اترې په ښه ډول پرمخ روانې دي . د ایران په ضد دبندیزونو دختمولو په خبرواترو کې دروسیې استازي میخائيل اولیانوف هم ووئیل ،له ایران پرته د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې لورو ،د خبرواترو د مثبت بهیر په باب له امریکائي پلاوي سره په لیدوکاتو رضایت ښودلی دی .
د ایران د اسلامی جمهوریت مرکچي ټیم د خبرواترو په دغه بهیر کې د ایران د ایټمي ژمنتیاؤ او دغه راز د بندیزونو دلغوه کیدا په باب دوې نوي مسودې وړانډې کړي دي او دهغو په اساس به ،د ایټمي ژمنتیاؤ اجرا د ایران په ضد د ظالمانه بندیزوننو له لغوه کولو سره مشروطه وي .
په ویانا کې د ایرانم دمرکچي ټيم یوه اساسي غوښتنه ،د امریکا له خوا د لازمو ضمانتونو وړاندې کول دي ،د امریکا په سیاسی ډګر کې داجماع نه شتون او همداراز په نړیوال ډګر کې ددغه هیواد د ژمنتیاؤ دخلاف ورزۍ مخینه چې،چې په ۲۰۱۸کال کې ئې له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې وتل یوه څرګنده نمونه ده ،په هرډول احتمالی موافقې کې له مقابل لوري څخه د لازمو ضمانتونو د وړاندې کولو لپاره د ایران د غوښتنې ضرورت بریښوي .
په حقیقت کې دې ځل د امریکا حکومت باید داسې قطعي ضمانتونه ورکړي ، چې که په دغه هیواد کې ا وسنی حکومت یا راتلونکي حکومتونه له موافقې ووځي او یا ئې اجرا نه کړي ،نو د ایران لپاره دا امکان وي ،څو وسره دمقابلې لپاره او دخپلو ګټو دساتلو لپاره ځيني اقداماتو کړي .
پر دې اساس ، که د ویانا په خبرواترو کې کومه موافقه وشي ، نو په پیل کې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې خلاف ورزي کونکی لوری ،یعني د امریکامتحده ایالات دې بندیزونه لغوه کړي او د ا یران اسلامی جمهوریت به ئې له تائيدیدا وروسته ،د جامعې نړیوالې ایتمي موافقې په چوکاټ کې ایټمي ژمنتیاؤ ته دوام ورکړي .
له اروپائي ټرائيکا هم چې په وروستیو شپو ورځو کې ئې د خبرواترو یوې نتیجې ته د رسیدا لپاره د الټي میټم خبره کړې ده ، تمه کیږي ، که واقعا هماغه شان چې وائي، د نړیوالې ایټمي موافقې داحیاء لپاره بیړه لری ، نو باید له انفعالي حالته ووځي او د تضمین او تائيدیدا په زمینې کې چې ایران ورباندې ټينګار لري ، نوي لارې چارې وړانډې کړي ، ځکه د ایران اسلامی جمهوریت تل ټينګار کړی دی ، په هره بیّه به موافقې ته حاضر نشي او خپلې سرې کرښې هم د موافقې پر چټکتیا نه قربانوي .
د ایران د اسلامی جمهوریت له نظره،چې په بشپړ جدیّت سره دخبرواترو دغه پړاؤ ته وارد شوی او خپل وړاندیزونه ئې د بندیزونو د لغوه کیدا په چورلیزتوب سره وړاندې کړي دي،، د مقابل لوري په هوډ او فیصلې پورې او په مشخص ډول د امریکا د حکومت په هوډ پورې د خبرواترو نتیجې ته رسیدا اړونده ده ،امریکا که جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دبیرته ستنیدا غوښته لري ،نو باید د بندیزونو په اغیزشیندونکي ډول د لغوه کولو پشمول د خپلو ایراني ضدسیاستونو په بدلولو سره، د خبرواترو ددغه پړاؤ یوې ښې نتیجې ته درسیدا امکان برابر کړي، ځکه د ایران د اقتصادي ګټو له پوره کیدا پرته ،هماغه ډول چې په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې ئې ژمنه شوې وه ،ددغې موافقې احیا ناممکنه ده .
د ایران مرستیال خارجه وزیر او د ایراني مرکچي ټيم مشر علی باقري ،په همدې ارتباط کې وئيلي دي،هرڅومره مقابل لوری د بندیزونو په لغوه کولو کې لاجدی چمتووالی او د بندیزونو په لغوه کولو کې د اسلامی ا یران دخوښې وړ لارو چارو دمنلو لپاره لاجدي هوډ ولرل شي،په تیره بیا دتضمین او د تائيدیدا په دوو موضوعګانو کې ، نو په لالنډ وخت کې یوې موافقې ته لاس رسی کیدلی شي .