په ویانا کې د ایران او ۴+۱ډلې خبرې اوج ته په رسیدا دي
د ایران اسلامی جمهوریت مسئولانو په کرتو وئیلي دي،په ویانا کې د کومې موافقې په بڼه کې په پیل کې باید د نړیوالې ایټمي موافقې خلاف ورزي کونکی لوری بندیزونه لغوه کړي او له تائيدیدا وروسته به د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په چوکاټ کې دایران ژمنتیاوې هم بیرته ترسره شي .
زمونږخبریال راپور راکړ ، په ویانا کې د ایران د مرکچي ټيم مشر او مرستیال خارجه وزیر داروپائي اتحادئې د بهرنی سیاست د مشر له مرستیال او دغه راز د چین او روسیې د استازو له مشرانو سره جلاجلا لیده کاته کړي دي .
په راپور کې وئیل شوي دي په دغو لیدوکاتو کې تر ډیره حده پرمختګ شوی او مختلف لوري ئې مثبتې ارزوي ، خوداپه داسې حال کې دي چې په ویانا کې دامریکایانو استازي هم له ایران پرته د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې له نورو لورو سره لیده کاته کوي او وئيل کیږي ، چې ممکنه ده په راتلونکو څو ورځو کې دغه خبرې اترې کومې نتیجې ته ورسیږي .
د ایران اسلامی جمهوریت مسئولانو په کرتو وئیلي دي،په ویانا کې د کومې موافقې په بڼه کې په پیل کې باید د نړیوالې ایټمي موافقې خلاف ورزي کونکی لوری بندیزونه لغوه کړي او له تائيدیدا وروسته به د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په چوکاټ کې دایران ژمنتیاوې هم بیرته ترسره شي .
داهم وئيل شوي چې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې درست لوري دې ځل په خبرواترو کې کلک هوډ لري څو یوې نتیجې ته ورسیږي ، البته د ایران پلاوي روښانه کړې ده چې خبرې اترې یوازې د وخت تیرولو لپاره نه بلکې د یوې مثبتې نتیجې دترلاسه کولو لپاره کوي او که نتیجه ونه لري ، نو له خبرواترو به لاس په سر شي .