په ویانا کې د ایران او ۴+۱ډلې خبرې اترې اوج ته رسیدلي دي 
(last modified Tue, 18 Jan 2022 00:47:18 GMT )
Jan 18, 2022 05:17 Asia/Kabul
  • په ویانا کې د ایران او ۴+۱ډلې خبرې اترې اوج ته رسیدلي دي 

د ایران د  خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده  پرون خبریالانو ته  د ویانا دخبرواترو په باب وئيلی دي ، دویانا په خبرواترو کې  ځيني مهمې موضوعګانې باقي پاتې دي  چې   دخاصو سیاسی فیصلو په تیره بیا د امریکا ئي  لوري له خوا سملاسي فیصلو ته  اړتیا لري .   

فارس خبری آژانس راپور ورکړ ، د ایران داسلامی جمهوریت د  مرکچي ټيم او د  اروپائي ټرائيکا ټيم  داستازو ترمینځ په ویانا کې  مهمې خبرې  شوي دي.

 په راپور کې وئيل شوي دي ، دایران د اسلامی جمهوریت دمرکچي ټيم مشر  علی باقري کني  پرون ناوخته  د ویانا ښار په کوبرګ هوټل کې په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې د غړو  اروپائي  اتحادئې ا و اروپائي ټرائيکا له استازو سره  خبرې اترې او دنظر تبادله کړې ده .

 باقري کني   او اروپائي ټرائيکا مرکچیان   دجمعې په ورځې  په یوه تفاهم پسې  او د  سلامشورو په خاطر  خپلو پلازمینو ته بیرته ګرځيدلي وو ،چې دیکشنبې په ورځې په ویانا کې بیا سره غونډ شول  او پرون دغه خبرې اترې یو ځل بیا په جدیّت سره پيل شوي دي .

داپه داسې حال کې دی چې  د ایران د  خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده  پرون خبریالانو ته  د ویانا دخبرواترو په باب وئيلی دي ، دویانا په خبرواترو کې  ځيني مهمې موضوعګانې باقي پاتې دي  چې   دخاصو سیاسی فیصلو په تیره بیا د امریکا ئي  لوري له خوا سملاسي فیصلو ته  اړتیا لري .   

 

ټیګونه