د ایران د چین او د روسیې ګډه پوځي مانوره نن پیل شوه
(last modified Fri, 21 Jan 2022 08:06:54 GMT )
Jan 21, 2022 12:36 Asia/Kabul
  • د ایران د  چین او د روسیې ګډه پوځي مانوره نن پیل شوه

ایران پریس خبري اژانس راپور ورکړی د دوه زره دوه ویشتم (۲۰۲۲) سمندری امنیت د کمربند د مرکب پوځي مانوره د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ او د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوايي ځواکونو د کشتیو او د روسیې او د چین د سمندري ځواکونو په ګډون سره د هند اوقیانوسیې په شمال کښې نن پیل شوه .

د دوه زره دوه ویشتم (۲۰۲۲) د سمندري امنیت د کمربند د مرکب د پوځي مانورې ویاند دوهم (۲) امیر البحر مصطفی تاج الدیني وویل په دغه پوځي مانورې کښې چې د توجیهي غونډو له ترسره کیدا وروسته نن سهار پیل شوي ده د اور اخیستونکي کشتۍ د ژغورلو ، د تښتول شوي  کشتۍ د ازادولو او په شپه او ورځ کښې د سمندري  معلومو هدفونو پرضد د ډزو په شمول ډول ډول تاکتیکي او عملیاتي تمرینونه د ایران د چین او د روسیې د سمندري عسکرو او د کشتیو په ګډون سره ترسره کیږي .

هغه په دې خبرې سره چې د هند اوقیانوسیې د شمال سیمه د باب المندب ، د مالاکا او د هرمز د مهمو اوبلارو او سمندري لارو د شتون په وجه ډیر اهمیت لري وویل باب المندب ، مالاکار او هرمز اوبلارې په سیمه کښې د سروزرو د مثلث په توګه یادیږي په دې سربیره عمان سمندرګی او د هند اوقیانوسیې شمال د نړیوال تجارت په مهمو سیمو کښې بلل کیږي .

د دوه زره دوه ویشتم(۲۰۲۲) د سمندري امنیت د کمر بند د مرکب د پوځي مانورې ویاند دوهم (۲)امیر البحر  مصطفی تاج الدیني ډاګینه کړه د دغه پوځي مانورې شعار چې د سولې او د امنیت لپاره یوځای نومیږي  داسې ښکاره مصداق دی چې د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه او نړۍ کښې په متقابل احترام او ګټو باندې د تکیه لرونکو سټراټيژیکو اتحادونو په رامینځته کولو سره هیڅکله څنګ ته نه و او نه به څنګ ته شي .

هغه په دې خبرې سره چې دغه پوځي مانورې درې (۳) کاله کیږي ترسره کیږي وویل د مانورې د ترسره کولو پیغام د پوځي اړیکو د پام وړ او له معنا ډکې سویې ته د ایران د چین او د روسیې رسیدل دي او ښودنه کوي چې د ایران اسلامي جمهوریت د سمندر په ډګر کښې د قدرت داسې سویې ته رسیدلی دی چې کولای شي د سترو سمندري قدرتونو په څنګ کښې د پوځي مانورو قومندنۍ او چورلیزتوب پرغاړه واخلي .

د ایران د چین او د روسیې کشتیو نن په دغه پوځي مانورې کښې په سمندر کښې له مخکې څخه په ټاکل شویو هدفونو ډزې وکړې او عملیات یې ترسره کړل .

 

ټیګونه