اسلامی ایران حق لري په امریکا بې اعتماده شي
د فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون په دغو ټيلیفوني خبرو کې په ډاګه ووئیل ، دایران اسلامی جمهوریت حق لري چې په امریکا بې اعتماده شي ، ځکه دا امریکا وه چې د بحران درامینځةکیدا لامل شوې ده .
زمونږخبریال د فارس خبری اژانس له قوله راپور راکړ ، د فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون بیګا د ایران له ولسمشر ابراهیم ریئسي سره په ټيلیفونی تماس کې ووئيل ، د ایران اسلامی جمهوریت حق لري چې په امریکا بې اعتماده ووسي .
د ایران او فرانسې دولسمشرانو په ټيلیفوني خبرو کې د دوو اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا دلارو چارو ، د سیمه ایزو او نړیوالو موضوعګانو په تیره بیا په ویانا کې د ایران او ۴+۱ ډلې ترمینځ د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دمادو په اساس د بندیزونو دلغوه کیدا په باب دروانې خبرواترو دپرمختګ په باب خبرې اترې وشوې .
دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر آیت ا.... ابراهیم ریئسي په دغو خبرو کې د زیاتره دباؤ دسیاست په ناکامۍ د امریکا اعتراف ته په اشارې سره ټينګار وکؤ، اسلامی ایران دخبرواترو په بهیر کط ،د موافقو د ترلاسه کولو لپاره خپل کلک هوډ او جدیّت اثبات کړی دی او د مقابل لوري په هرې هڅې کې باید د بندیزونو لغوه کیدا او تائيدیدائې او دغه راز باؤري ضمانتونه شامل وي .
ابراهیم ریسي په دې خبرې په ټينګار سره چې دسیمط امنیت او ثبات په بهرنیو لاسوهنو سره نه ،بلکې یوازې د سیمه ایزو داخلی حل لارو په وسیله پوره کیدلی شي ، په یمن کې ئې انساني غمیزې او ددغه هیواد دمظلوم ولس د کلابندۍ په ختمولو کې د نړیوالې ټولنې د توجه غوښتنه وکړه .
دفرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون په دغو ټيلیفوني خبرو کې په ډاګه ووئیل ، دایران اسلامی جمهوریت حق لري چې په امریکا بې اعتماده شي ، ځکه دا امریکا وه چې د بحران درامینځةکیدا لامل شوې ده . هغه همداراز دیمن په خلکوباندې پوخي تیري په تیره بیا وروستۍ حملې هم محکومې کړې .