د ایران د نظر وړ بندیزونه هماغه شان پاتې دي 
(last modified Mon, 07 Feb 2022 11:54:42 GMT )
Feb 07, 2022 16:24 Asia/Kabul
  • د ایران د نظر وړ بندیزونه هماغه شان پاتې دي 

د ایران خارجه وزیر په ګډ خبری کنفرانس کې  دغه راز ووئيل ، د ویانا له خبرواترو څخه د وروستیو متنونو په لیدو  کې  تر دې دمه   د بندیزونو د لیرې کیدا په حوزې کې د مونږ د نظر وړ بندیزونو ته خاص توجه نه ده شوې .  

زمونږخبریال  د فارس خبری آژانس له قوله راپور  راکړ ، د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  نن  په تهران کې د  فنلینډ له خارجه وزیر پکاهاویستو سره له کتنې وروسته په ګډ خبری کنفرانس کې ددې خبرې په کولو سره چې  دبندیزونو په حوزې کې د ایران د غوښتې وړ برخې ته  توجه  نه ده شوې ،ووئيل ،  په خوشبینۍ او ښه نیّت او جدیت سره  په ویانا کې یوې ښې  او حتی فوری موافقې  ته درسیدا لپاره  خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوو .

د فنلینډ خارجه وزیر پکاهاویستو نن سهار تهران ته په رسمي سفر  پسې  په خارجه وزارت کې  د ایران له خارجه وزیر سره خبرې اترې وکړې .  

د ایران خارجه وزیر په ګډ خبری کنفرانس کې  دغه راز ووئيل ، د ویانا له خبرواترو څخه د وروستیو متنونو په لیدو  کې  تر دې دمه   د بندیزونو د لیرې کیدا په حوزې کې د مونږ د نظر وړ بندیزونو ته خاص توجه نه ده شوې .  

 هغه دغه راز زیاته کړې ،د ایران مرکچي ټيم  به  په راتلونکو ورځو کې په ویانا کې په هغه سند کې چې ټاکل شوې ده موافقه پرې وشي ، تمرکز وکړي او په هغه سند کې  مختلف لوري  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې خپلو ژمنتیاؤ ته بیرته ستنیدا اوخپله پابندي وښئ .

  د ایران خارجه وزیر  ووئیل دا چې   په راتلونکو شپو ورځو کې  خبرې اترې  د یوې ښې موافقې سبب وګرځول شو، د امریکا او اروپائي ټرايئکا درو هیوادونو د نیّت او چلند نوښت سره اړه لري . هغه څه  چې ایران ته ورګرځي  په خوشبینۍ ،ښه نیّت او جدیّت سره به یوې ښې او حتی فوري موافقې ته درسیدا  لپاره  خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړو  

د فنلینډ خارجه وزیر پکاهاویستو  هم په دغه ګډ خبري کنفرانس کې  ووئيل ، مونږ د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ملاتړي یوو او هیله مند یوو دغه نړیواله ایټمی موافقه احیاء شی او پوهیږو  ایران  د ایټمي انرژۍ له نړیوال آژانس سره  ښې ملګرتیاوې  لري او په نهایت کې  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د بریالیو خبرواترو نتیجه  د دواړو هیوادنو ترمینځ د مبادلاتو د زیاتیدا لپاره  یو ښه فرصت کیدلی شي .

 دفنلینډ خارجه وزیر  ټيڼګار وکړ ، په بې صبرۍ سره منتظر یوو ،  د ویانا دم ایټمي خبرواترو په باب کومه ښه موافقه وشي .

په یمن کې د جنګ  پر دریدا او دغه راز په افغانستان کې د درستو قومونو او قومیّتونو په ګډون سره د یوه ټول شموله حکومت پر جوړیدا ټينګار  د ایران او فنلینډ د خارجه وزیرانو د خبرواترو یو بل چورلیز ؤ .

 

ټیګونه