د بحرین مبارزو سیاسي ډلو په تهران کښې غونډه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i112290-د_بحرین_مبارزو_سیاسي_ډلو_په_تهران_کښې_غونډه_وکړه
زمونږ خبریال وايي د بحرین مبارزې سیاسي ډلې له یولس کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره په یوه صف کښې ودریدلې او د اسرائیلو او د ال خلیفه رژیم پرضد یې په یوه خوله د مبارزې د پیلولو زیری ورکړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 15, 2022 14:09 Asia/Kabul
  • د بحرین مبارزو سیاسي ډلو په تهران کښې غونډه وکړه

زمونږ خبریال وايي د بحرین مبارزې سیاسي ډلې له یولس کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره په یوه صف کښې ودریدلې او د اسرائیلو او د ال خلیفه رژیم پرضد یې په یوه خوله د مبارزې د پیلولو زیری ورکړ .

د بحرین مبارزو ډلو له یولس کاله وروسته د  لومړي ځل لپاره دا ځل په تهران پوهنتون کښې غونډه وکړه او د ال سعود رژيم له ظلم څخه د بحرین د مظلوم ملت د خلاصولو او ازادولو لپاره یې د متحدې او دغږمله مبارزې ژمنه وکړه .

د خلاص غورځنګ غړی عبدالرئوف الشایب د دغه غونډې لومړی وینا وال و او خپله وینا یې په دې ټکي سره پیل کړه چې د بحرین د  خلکو په انقلاب سره به د ال خلیفه رژيم مشران نور ارامښت ونه ویني او د هغو جنایتونو په وجه چې ترسره کړی یي دي باید محاکمه شي .

عبدالرئوف الشای وویل د بحرین خلک له اسرائیلو سره د ال خلیفه رژي د اړیکو عادي کول غندي او هڅه کوي  له بحرین څخه د اسرائیلو لاسونه لنډ کړي ځکه چې د اسرائیلو وجود د نړۍ د ټولو هیوادونو لپاره  خطرناک دی .

د بحرین د عمل ټولنې غړي شیخ عبدالله الصالح چې حکومت یې تابعیت لغو کړی دی په خپلې وینا کښې وویل ال خلیفه رژيم په تیرو یولسو کلونو کښې د شیعه مسلمانانو اته دیرش جوماتونه ړنګ کړي دي او د حکومت یوسل شل مخالف مشران تراوسه اعدام او پانسي کړې شوي دي .

هغه په بحرین کښې د اسرائیلو د پوځي اډې جوړول د ایران او د سیمې د نورو هیوادونو لپاره ګواښ وباله او ټینګار یې وکړ چې بحرین په دوهم فلسطین د بدلیدا په حال کښې دی .

د دغه غونډې اخري وینا وال د وفا اسلامي غورځنګ غړی  سید مرتضی السندي و کوم چې د خپل عمر پینځویشت کلونه د انګلستان د سعودي عربستان او د ال خلیفه رژيم په زندانونو کښې تیر کړي دي .

هغه وویل د بحرین خلک د ایران د مرستو قدرونه کوي او د نړۍ پتیالي دې ډاډمن ووسي چې د بحرین د خلکو انقلاب به نتیجې ته ورسیږي او بحرین به د ال خلیفه رژیم په مقابل کښې په بریالي کیدا سره نیواکګران له هیواده وباسي .

یولس کاله مخکې د فرورۍ په څوارلسمه نیټه چې د غصې ورځ نومول شوي ده د بحرین خلکو په یوه انقلابي اقدام کښې له ال خلیفه حکومت سره په مخالفت کښې واټونو ته راووتل .

د بحرین د خلکو انقلاب اوس هم دوام لري او ال خلیفه رژیم د سعودي عربستان او د اردن د عسکرو په مرستې سره خلک ځپي او هغوې  شکنجه کوي ، وژني یې خو دوې په خپل کار کښې ناکامه شوي دي .