طبیعي ګیس، په ۲۱پيړۍ کې دتل پاتې پراختیا چیلنجونو ته یو ځواب
د ګیسو د صادرونکو هیوادونو د ټولګې د غړو په توګه دمونږ کړچار ،نړیوال بازار ته د طبیعي ګیسو دلازیاتې وړاندې کونې لپاره ، د انسان دوستۍ په اړخونو سره یو کړچار دی .
د ګیسو صادرونکو هیوادونو د ټولنې شپږمه سرمشریزه ، د سه شنبې په ورځې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ابراهیم ریئسي ، او دنورو غړو هیوادونو دمشرانو او استازو په شتون او د قطر د امیر په وینا سره، ؛په نړۍ کې د انرژۍ امنیت؛په چورلیزتوب سره ترسره شو .په دغې غونډې کې د ایران ،الجزایر ،مصر،لیبي،نیجریه،قطر،روسيې ونزویلا ،ټرینیډاډ او ټوباکو ولسمشرانو ،صدراعظمانو او دانرژۍ وزیرانو او دغه راز د آذربایجان جمهوریت،عراق،ملایشیا،ناروې،پرؤ او متحده عربی اماراتو څارونکو غړو پکې شتون درلود.
د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي په دغې ناستې کې پخپلې وینا کې د څو مشخصو چورلیزونو په باب وینا وکړه . لومړی دا چې د هغه په وینا ،ددغې ټولګې هدف،د طبیعي ګیسو د اکتشافاتو لپاره لازیاته ملګرتیا او دغړو هیوادونو د حاکمیّت له حقوقو ملاتړدی.دوهم مورد هم د ګیسو د صادرونکو هیوادونو د ټولګې د موخو او رسالت د تعقیبونې په چوکاټ کې د طبیعي ګیسو دغوښتې د امنیت د لوړتیا ضرورت دی چې په دې توګه دغه ټولګه،نړۍ ته په لنډ مهال او اوږدمهال کې د انرژۍ دتل پاتې تضمین او امنیت لپاره یو شفاف پيغام ورکولی شي . هغه همداراز روښانه کړې ده ،ددغې ټولګې د لومړنۍ سرمشریزې ترسره کیدا له وخت راهسې څه دپاسه یوې لسیزې له تیریدا وروسته اوس چې دغه ناسته ، د ؛طبیعي ګیس،په ۲۱پيړۍ کې دتل پاتې پراختیا چیلنجونو ته یو ځواب ؛ په شعار سره په دوحې کې ترسره شوي ، نړۍ له تیر وخته زیات ، ددغه شعار د پوره کیدا لپاره د ټولګې د غړو هیوادونو ډله ایزې هڅې ته اړتیا لري .ابراهیم ریئسي پخپلې وینا کې روښانه کړې ده ،د ګیسو د صادرونکو هیوادونو د ټولګې د غړو په توګه دمونږ کړچار ،نړیوال بازار ته د طبیعي ګیسو دلازیاتې وړاندې کونې لپاره ، د انسان دوستۍ په اړخونو سره یو کړچار دی .
ایران دنړۍ دطبیعي ګیسو د اثبات شوو زیرمو یو ترټولو زیات لرونکی هیواد دی چې د ګیس رسونې دڅه دپاسه د رې لکه اته دیرش زره کلومیټره داخلي چینل په درلودلو سره ، په دې زمینې کې یو مخکښ هیواد حسابیږي او جغرافیائي موقعیّت او د موجودو بیخ بینائي تاسیساتو ته په پام سره ختیځ او لویدیځ ته د یسو د منتقلولو لباره تر ټولو ښه ټاکنه ده .ایران همدااوس ، د کابو څلور دیرش ټریلیّن مکعب میټر زیرمه ګیس په درلودلو سره ، په راتلونکو لسیزو کې د انرژۍ د تامینولو لپاره د دګیسو د ساتنې له پلوه له ډير مناسب وضعیّته برخمن دی . د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر له نظره ، طبیعي ګیس به د یوه پاک،امنه او داستحصال وړ بدایو سرچینو سره د سونګو په توګه ، د راتلونکو لسیزو لپاره دنړس د مصرفي انرژۍ د ترکیب له پلوه د پام وړ ونډه ځان ته بیله کړي او له نورو سونګو سره په پرتله کې خپل ژواک چاپيریال او تخنیکي او اقتصادي ګټې وساتي .
د ګیسو د صادرونکو دټولګې د سرمشریزې ترسره کیدا ، یو ځل بیا دنړۍ په سویه ددغې انرژۍ د لرلو اهمیّت نندارې ته وړاندې کړی دی .د له نورو انرژیو څخه د استفادې د پراختیا لپاره د اروپائي اتحادئې پشمول د لویدیځي هیوادونو له هڅې سره سره ، البته څیړنې ښئ چې ترراتلونکو څو لسیزو پورې به فُسیلي سونګ په تیره بیا طبیعي ګیس ، دنړۍ دهیوادونو د انرژۍ او نورو مصارفو په تامینولو کې هماغه شان له ډير اهمیّته برخمن دي.
دې موضوع ته په پام سره د ګیسو ددغې ټولګې اهمیّت ، د ګیسو د تولیدونکو او صادرونکو هیوادونو ترمینځ دغږملتیا او منظمونې او د ګیسو له صادراتو سره داړونده سیاستونو د ټاکنې په خاطر دوه چنده دی .د ایران اسلامی جمهوریت په ۲۰۰۱کال کې په تهران کې په یوې غونډې کې د ګیسو ددغې ټولګې د رامینځةکونې نوښتګر ؤ . نهایتا،د وزیرانو په سوئې کې د غونډو له ترسره کیدا ورورسوته ، د ګیسو د صادرونکو هیوادونو ټولګې په رسمي توګه د ۲۰۰۸کال ددسمبر په درویشتمه نیټه ، په ماسکو کې د ګیسو د صادرونکو هیوادونو د وزیرانو په اوه مې ناستې کې تاسیس شوه . دګیسو ددغې ټولګې د تاسیس له وخت راهسې تر دې دمه د وزیرانو په سویه ئې درویشت غونډې او د مشرانو په سویه ئې هم پنځه ناستې ترسره شوي دي . د ګیسو ددغې ټولګې غړي هیوادونه په ټول کې د ګیسو د نړیوال تجارت له ونډې درې څلویښت فی صده او د ګیسو دنړیوالو اثبات شوو زیرمو څخه یو اویا فی صدي برخه ، د طبعي مائع ګیس د صادراتو اته پنځوس فیصده او د ګیسو د صادراتو د پایپ لاینونو دوه پنځوس فیصدي برخه په اختیار کې لري .
امریکاد خپلې یواړخیز او سلطه پال سیاست په لړ کې د روسیې له خوا د طبیعي ګیسو له وړاندې کونې سره په سیالۍ کې پر نړیوال بازار په تیره بیا په اروپا کې پر دغو بازارونو د سلطې او د مائع طبیعي ګیس د تولید دز یاتولو لپاره ډيرې هلې ځلې کوي . په عین حال کې د ګیسو د صادرونکو هیوادونو دټولګې شتون د نړۍ دګیسو په بازار کې د امریکا له ورانکارو اقداماتو سره په مقابلې او د ګیسو د صادرونکو هیوادنو د ګټو په استنې او همداراز په منظمونې کې مهم رول لوبولی شي .