لابې باید له ایران سره د IAEA پر تعامل اغیزې ونه شیندي
(last modified Sun, 06 Mar 2022 08:33:30 GMT )
Mar 06, 2022 13:03 Asia/Kabul
  • لابې باید له ایران سره د IAEA پر تعامل اغیزې ونه شیندي

د ایران او آژانس لپاره ډیره مهمه ده چې  مسئلې باید په طبیعي قواعدو  او دخپلو مقرراتو په چوکاټ کې  ترسره  او حل شي .  

د ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمي انرژۍ د ادارې  مشر محمد سلامي پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلی دي ، په هغو ټولو چارو کې  سیاسی نفوذ ، لابۍ او لاسوهنې چې  له ایران سره د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس په فیصلو ،چلند او  چلند او تعامل باندې اغیزشیندلی شي ، باید لار ورنکړل شي .

د  ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس  عمومی مدیر رافایل ګروسي  د ایران او ددغه  نړیوال اورګان  ترمینخ د  تخنیکي  ملګرتیاؤ د دوام په باب د ایران   داسلامی جمهوریت له چارواکو سره د خبرواترو لپاره د شنبې په ورځې  تهران ته راغلی،  چې د ایران د ایټمي انرژۍ  د ادارې له مشر ، خارجه وزیر او دغه راز نورو اړونده چارواکو سره خبرې اترې   کړي  او یوه مشترکه اعلامیه ئې صادره کړې او موافقه ئې کړې ده چې خپل مینځیو ملګرتیاؤ او خبرواترو ته  چټکتیا  ورکړي او دغه ملګرتیاوې پیاوړي کړي .

 محمد سلامي پخپل دغه پیغام کې  له رفایل ګروسي سره  لیدو کاتو ته په اشارې سره  لیکلی دي ، په دغو خبرو کې  ایران ته د اآژانس د مشر په مخکینیو سفرونو کې  دپاتې موضوعګانو  ارزونه  او همداراز په ویانا کې د ایران د ایټمي انرژۍ د ادارې  مسئولانو په شتون کې ځيني پاتې مسئلې  هم وسپړل شوې  دې جمع بندۍ ته ورسیدو چې ډیر تر ډيره د غبرګولې ترمیاشتې پ،رې  د ایران او آژانس  ترمینځ د پاتې مسئلو په باب  لازم سندونه اومدرکونه  مبادله شي  او د ویانا دخبرواترو تر پاي پورې درستې پاتې مسئلې حل شي . 

سلامی زیاته کړې ،  د ایران او آژانس لپاره ډیره مهمه ده چې  مسئلې باید په طبیعي قواعدو  او دخپلو مقرراتو په چوکاټ کې  ترسره  او حل شي .  

 

ټیګونه