جنګ د نړۍ په یوه ځاي کې هم کومه حل لاره نه ده
(last modified Sat, 12 Mar 2022 01:00:25 GMT )
Mar 12, 2022 05:30 Asia/Kabul
  • جنګ د نړۍ په یوه ځاي کې هم کومه حل لاره نه ده

  د پولینډ خارجه وزیر هم په دغو ټیلیفوني خبرو کې ددواړو هیوادونو دتاریخي اړیکو په تیره بیا په دوهم نړیوال جنګ کې  له پولینډي پناه غواړو سره د  ایران د  ولس د انسان دوستۍ کوربتوب  مخینې ته په  اشارې سره، دغه اړیکې د دواړو لورو لپاره ویاړمنې وبللې

 ایرنا خبری اژانس راپور ور کړ ، د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر د د اوکراین د بحران  په  ختمیدا مشتمل د تهران دریځ  سیاسی حل لاره  وبلله او وې وئيل ، ایران    جنګ  نه په اوکراین کې  ، نه یمن کې ، نه افغانستان او نه هم د نړۍ په بل هیح یوه ځاي کې  حل لاره نه ګڼي . 

 حسین امیر عبداللهیان  پرون د پولینډ  له خارجه وزیر وزبیګنیو رائو  سره د د اوکراین د بحران او د ویانا دایټمي خبرواترو پشمول  دوو اړخیزو اړیکو ، دسیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو  په باب  خبرې او د نظر تبادله وکړه .

 د ایران خارجه وزیر  په دغو ټیلیفوني خبرو کې د اوکراین  دجنګ د کډوالو په تیره بیا دایرانیو ښاریزو  دمنتقلولو لپاره د مرستې په اړه د پولینډ د حکومت دهلوځلو قدرونه وکړه او  دغه راز ئې د نړیوال سرۀصلیب  او سرې میاشتې په ملګرتیا او دغه راز  د اوکراین   له کډوالو سره د انسان دوستۍ د مرستو  دلیږدولو لپاره د چمتووالي په اعلان سره  د انسان دوستۍ د مرستو د یوې  جوپې لیږدولو ته په اشارې سره  ووئيل ،  دایران مرستندویه ټيمونه ،  دنړۍ د سرۀصلیپ  په غږملتیا سره په پولینډ کې  له پناه غواړو سره د انسان د وستۍ د مرستو وړاندې کولو او  هرډول ملګرتیا ته تیار دی .

  د پولینډ خارجه وزیر هم په دغو ټیلیفوني خبرو کې ددواړو هیوادونو دتاریخي اړیکو په تیره بیا په دوهم نړیوال جنګ کې  له پولینډي پناه غواړو سره د  ایران د  ولس د انسان دوستۍ کوربتوب  مخینې ته په  اشارې سره، دغه اړیکې د دواړو لورو لپاره ویاړمنې وبللې او وې وئيل ، تر دې دمه  یو زر څلور سوه ایرانیان  د اوکراین له پولې  پولینډ ته وارد شوي دي او  د دمونږ دچارواکو هڅه  دوي سره مرسته  او له کومې پيښې پرته ئې  له ښې خاطرې سره یو ځای  رخصت کول دي .

 

ټیګونه