خطيب زاده:
نړيوال نظام د بدلون په حال کښې دے
د ايران د خارجه وزارت وياند د روسيې او يوکرائن جنګ ته په اشارې سره وويل، نړيوال نظام د بدلون او د وروستي پوستکي غورزولو په حال کښې دے.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې سعيد خطيب زاده نن له هېواده بهرد ايرانيو محصلينو او استادانو پينځلسمې کلنۍ غونډه کښې چې په مشهد کښې جوړه شوه وويل: په يوکرائن کښې د اوسني جنګ زمينه چې درې لسيزې مخکښې رامنځته شوې وه ډزې يې تازه شروع شوې.
خطيب زاده د دې په بيانولو سره چې د روسيې او يوکرائن د جنګ په اړه د ايران سياست خپلواکه او د بهرني سياست په بنياد دے واضحه کړه، ايران له جنګ او د امريکې او نېټو لخوا د نړۍ نغرلو مخالف دے.
هغه تاکيد وکړ مونږ په کافي اندازه مضبوط يوو او د هېواد د ملي ګټو، خپلواکۍ او زمکنۍ بشپړتيا لپاره له هيڅ کوششه لاس نه اخلوو او هيچا ته د ګټې اوچتولو او مداخلت کولو اجازه هم نه ورکوو او د هيڅ هېواد طابع او ورسره وابسته نه يوو.
خطيب زاده د دې په بيانولو سره چې مقاومت د ايران د اسلامي جمهوريت لپاره ترټولو مهم تعريف دے دا خبره په ګوته کړه چې مونږ د تاريخ په يو مهم وخت کښې شتون لروو او د لوړ مقام، قوت او ظرفيت لرونکے هېواد لروو خو لويديځوال کوشش کوي چې ايران او ايرانيان ځانونه ښه ونه پېژني او زمونږ د شتمنيو او پوهانو او ماهرينو د کمولو په تکل کښې دي.