د ایران د بشري حقوقو د کمیټې منشي د سویډن بشري ضده اقداماتو ته غبرګون وښود
د ایران د قضائيه قوې د نړیوالو چارو مرستیال او د بشري حقوقو د کمیټې منشي د یو ایراني ښاریز خلاف د سیاسي سازۍ د دوسیې له جوړولو او له هغه سره یې د بشري حقوقو خلاف کړچارونو باندې نیوکه وکړه
د ایران د قضائيه قوې د نړیوالو چارو مرستیال او د بشري حقوقو د کمیټې منشي د یو ایراني ښاریز خلاف د سیاسي سازۍ د دوسیې له جوړولو او له هغه سره یې د بشري حقوقو خلاف کړچارونو باندې نیوکه وکړه
کاظم غریب آبادي وویل: د ۲۰۲۹ کال د نومبر په نهمه نیټه د سټاکهام په هوايي ډګر کښې د ایراني ښاریز حمید نوري نیول کیدل د سویډن د قضايي نظام او د منافقینو د ترهګرې ډلګۍ ترمینځ د جوړجاړي ښودنه کوي.
هغه د سویډن د حکومت او قضايي ادارې په اقدام باندې په نیوکې سره وویل: د سویډن څارنوال د جامع تحقیقاتو له ترسره کولو پرته له محکمې څخه د نوري د نیولو غوښتنه وکړه او د دغې غوښتنې بنیاد یې د منافقینو د ترهګرې ډلګۍ د څو غړو چټي څرګندونې او خاطرات وو.
غریب آبادي په دې خبرې سره چې د دغه ایراني ښاریز د برائت اصل او د تګ راتګ د آزادۍ حق د سویډني چارواکو له خوا نقض شو، زیاته کړه: د نوري له نیول کیدو نه د تش په نامه تحقیقاتو تر پوره کیدو او د شکایت تر وړاندې کیدو پورې ۲۱ میاشتې تیرې شوې او دغه ایراني ښاریز په دې ټوله موده کښې په انفرادي کوټنۍ کښې بندیوان و. په دغو تقریباً دوو کلونو کښې د حمید نوري کورنۍ دوه ځلې سویډن ته لاړه خو د دغه هیواد چارواکو ورته له نوري سره د ملاقات اجازه ورنه کړه.
د ایران د قضائیه قوې د نړیوالو چارو مرستیال وویل چې سویډن په اروپا کښې د ایران خلاف د ترهګرو اقداماتو د لارښوونې په یو مرکز بدل شوی دی.