د شنګهاي په ملګرتیا سازمان کښې د ایران د غړیتوب اهمیت
(last modified Sun, 13 Mar 2022 10:54:58 GMT )
Mar 13, 2022 15:24 Asia/Kabul
  • د شنګهاي په ملګرتیا سازمان کښې د ایران د غړیتوب اهمیت

د دویم نړیوال جنګ له ختمیدو وروسته د نړۍ په بیلابیلو سیمو کښې په سیمه ایزو او نړیوالو اهدافو سره ګڼ تشکلونه جوړ او فعال شول.

دغه هر یو سیمه ایز او نړیوال تشکل یولړ ځانګړو اهدافو ته د رسیدو په موخه جوړ شوی دی. اروپايي اتحادیه، د اقتصادي ملګرتیا سازمان (اکو) او د سویل ختیځې آسیا د هیوادونو اتحادیه(آسیان) له دغو د سیمه ایزو او نړیوالو اتحادیې څخه دي چې توانیدلي دي د غړو حکومتونو او ولسونو ټول یا یوه برخه اهداف او غوښتنې پوره کړي.

د یو جامع او بشپړ سیمه ایز او نړیوال تشکل د جوړولو لپاره د مختلفو هیوادونو د سیاستوالانو له ټولو هلوځلو باوجود، له دې حقیقته انکار نه شي کیدې چې هیڅ یو تشکل نه دی توانیدلی د یوې سیمې د حکومتونو او ولسونو لپاره بشپړ اهداف برابر کاندي. په دې منځومان کښې د شنګهايي د ملګرتیا سازمان چې د شلیمې میلادي پیړۍ په وروستۍ لسیزه کښې جوړ شو، توانیدلی چې د غړو ولسونو او حکومتونو زیاتره غوښتنې پوره کړي.

د شنګهايي د ملګرتیا سازمان Shanghai Cooperation Organization)  له نویو امنیتي ګواښونو سره د مقابلې په موخه په ۱۹۹۶ کال کښې د شنګهايي ۵ ډلې په عنوان سره رامینځته شو او پنځه کاله پس په ۲۰۰۱ میلادي کال کښې یې په خاصو او ځانګړو اهدافو سره خپل رسمي شتون اعلان کړ. په حقیقت کښې په ۲۰۰۱ کال کښې د چین په شنګهايي ښار کښې په دغه نامه د ملګرتیا سازمان له جوړیدو راهیسې دغه سازمان له ګڼو لوړو ژورو سره مخامخ شوی دی. دا په داسې حال کښې دي چې ایران په ۲۰۰۶ او ۲۰۱۵ کلونو کښې دغه سازمان ته د خپل دائمي غړیتوب درخواست وړاندې کړ. د حکومتونو ترمینځ په دغه نړیوال سازمان کښې د ایران په شاملیدو سره په غړو حکومتونو او ولسونو کښې دا هیله ډیره پياوړې شوه چې د شانګهايي سازمان په نړۍ کښې له بې ساري پوځي او دفاعي قدرته برخور شي. په هم دې لړ کښې په یولړ ځانګړو دستورو کښې د ایران او د شنګهايي د ملګرتیا سازمان د غړو هیوادونو د صلاح مشورو د پایلو رپورټ لاسلیک شو.

د دغه سند لاسلیکیدو په دستورو کښې د ازبکستان مرستیال خارجه وزیر ولادیمیر ناروف، د شنګهايي د ملګرتیا سازمان مسئولان او د دغو نړیوالو تشکیلاتو د ارګانونو مشرانو شتون درلود. دا سند د شنګهايي په ملګرتیا سازمان کښې د غړیتوب لپاره د ایران د چمتووالي او د ایران له خوا یې د منشور د اصولو او اهدافو د خیال ساتنې بیانونکی دی. دا په داسې حال کښې دي چې ایران په دوشنبه ښار کښې د شنګهايي د ملګرتیا سازمان په سرمشریزه کښې د دغه سازمان غړی شو. په هغه زمانه کښې ډیرو خپلواکو سیاسي ټولنو او سیاسي او امنیتي کارپوهانو ایران د شنګهايي د ملګرتیا سازمان ورکه شوې کړۍ معرفي کوله. په دې لړ کښې د ازبکستان د خارجه وزیر مرستیال ولادیمیر ناروف چې د دغه سازمان په چارو کښې تکړه نظر خاوند دی، باوري دی چې، د ایران په شان یو هیواد په راتلو سره د شنګهايي د ملګرتیا سازمان جغرافیايي مسئولیت پراخ شوی دی او د سیمه ایزو ملګرتیاو د پراختیا لپاره یو نوی پس منظر خلاص شوی دی.

ښايي هم دا وجه وي چې خپلواکه سیاسي ټولنې د شنګهايي په ملګرتیا سازمان کښې د ایران غړیتوب د ایران او د دغه سازمان د نورو غړو لپاره یوه د ګټات ګټات لوبه بولي. د هغې ګټې ترڅنګ چې ایران به یې له دغه غړیتوبه ترلاسه کړي، په خپل ستر جیوپالیټک او جیو اکانومیک پوټنشل او وړتیا سره، د دغه سازمان په پیاوړتیا کښې هم اغیزناک رول لوبولی شي. د ایران له غړیتوب سره د لویدیځ د مخالفت یوه وجه هم په هم دې حقیقت کښې نغښتې ده.

د آسیا د پراخې لوې وچې په تیره بیا د لویدیځې آسیا جغرافیا ته یوه کتنه په دې لوې وچې کښې د ایران د جیوپالیټکي موقعیت د ځانګړتیا ښودونکې ده. په حقیقت کښې په ډیرو سیاسي او جغرافیايي ډل بندیو کښې ایران ته د آسیا لوې وچې نوم ورکول کیږي. ایران د لویدیځې آسیا د هیوادونو د ټولګې یو غړی دی. د فارس خلیج د غاړې یو غړی هیواد دی. د کاسپین سمندرګي د څنډې د هیوادونو یو غړی دی او له مرکزي آسیا او قفقاز او حتی روسیې سره ځمکنې یا سمندري اړیکه لري.

په عین حال کښې ایران د سویل لویدیځې آسیا د ټولګې یوه برخه ګڼله کیږي او د اقتصادي ملګرتیا د سازمان (اکو) له بنسټګرو او فعالو غړو څخه دی. جوته ده چې یو داسې ځانګړی او مهم موقعیت ایران له یوې خوا د نړۍ د ختیځ او لویدیځ په مواصلاتي څلور لارې بدلوي او له بلې خوا د شمال او جنوب په ارتباطي مرکزِ ثقل باندې بدل شوی دی. په عین حال کښې اران د تیلو او ګیس د ذخایرو له نظره د نړۍ یو مهم هیواد ګڼل کیږي او د څه باندې ۸۰ میلیوني نفوسو په لرلو سره، د سیمې په سترو هیوادونو کښې راځي. له دې نظره د ځانګړي او منفرد جیوپالیټک موقعیت ترڅنګ، ایران په سترو اقتصادي وړتیاؤ سره د یو جیواکونامیک موقعیت خاوند هم  دی.

*/*/*/*/*

 

 

  

 

ټیګونه