د امريکائي لوري د حقيقت پسندۍ په صورت کښې يوه ښه موافقه رامنځته کېدې شي
(last modified Wed, 16 Mar 2022 13:25:55 GMT )
Mar 16, 2022 17:55 Asia/Kabul
  •  د امريکائي لوري د حقيقت پسندۍ په صورت کښې يوه ښه موافقه رامنځته کېدې شي

د ايران خارجه وزير له خپل چيني هسنګ سره په ټيلفوني تماس کښې وويل: د امريکائي لوري د حقيقت پسندۍ په صورت کښې به په ويانا کښې د ټولو مذاکرتي خوا په ملاتړ سره يوې ښې، مضبوطې او پائېدارې موافقې ته حتمي شکل ورکړې شوو.

د اېرنا د رپوټ له مخې حسېن امير عبداللهيان له وانګ يي سره په ټيلفوني  تماس کښې په ويانا کښې د خبرو اترو د وروستي حالت په څېړنې سره په دې اړه د چين پاليسي رغنده وبلله.

هغه همدارنګ د ايران  او چين د تعلقاتو اهميت ته په اشارې سره د دوو اړخيزو تعلقاتو په پراختيا تاکيد وکړ او هغه يې د ايران د بهرني سياست يو اصلي او ترجيحي محور وبلۀ.

د چين خارجه وزير هم په دغو خبرو اترو کښې د دواړو هېوادونو د تعلقاتو پرمختګ او مخ ترقۍ بهير ته په اشارې سره وويل؛ بيجنګ د ايران له اسلامي جمهوريت سره د ګډو تعلقاتو پراختيا ډېره مهمه بولي او د تعلقاتو د پراختيا لپاره څه اندازه نه لري.

وانګ يې د ويانا له خبرو اترو څخه د چين د هر اړخيز ملاتړ په اعلانولو سره تاکيد وکړ بيجنګ د بنديزونو د ختمولو لپاره د ويانا د خبرو اترو د حتمي کېدو ملاتړ کوي.

ټیګونه