اسلامي ایران او چین د افغانستان په خپلواکۍ او ملي وحدت ټینګار لري
(last modified Tue, 29 Mar 2022 23:34:18 GMT )
Mar 30, 2022 04:04 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران او چین د افغانستان په خپلواکۍ او ملي وحدت ټینګار لري

ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان نن سهار وختي د چین تونشي ښار ته د ورتلو په وخت چې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د دریمې غونډې د ترسره کیدا ځای دی وویل ایران او چین د افغانستان د خلکو په خپلواکۍ ، ملي وحدت او حق ټینګار لري .

د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون د یوه سیاسي پلاوي په مشرۍ د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په دریمې غونډې کښې د ګډون لپاره د چین په ختیځ کښې په «ان هوئي» ولایت کښې پروت تونشي ښار ته روان شو  .

د  ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په ټویټر پاڼه کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې افغانستان د نړیوالې ټولنې د زیات پام مستحق دی وویل چین او ایران  هیله من دي چې ثبات لرونکی ، پراختیا موندونکی او له ګاونډیو سره تعامل کونکی افغانستان وویني .

د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي ، د ایران د خارجه وزارت د جنوبي اسیا د چارو مسوول او د وزیر مرستیال سید رسول موسوي ، د ایران د اوقیانوسیې او د ختیځې اسیا د چارو مسوول او د وزیر مرستیاله رضا زینب ، او د خارجه وزارت د اورسیا د چارو مسوول او د خارجه وزیر مرستیال علیرضا حقیقیان په دغه سفر کښې له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره ملګري دي .

ټاکل شوي ده چې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو دریمه غونډه نن د دوو ورځو لپاره د چین په تونشي ښار کښې د ایران د اسلامي جمهوریت ، د چین د پاکستان د تاجیکستان د ترکمنستان ، ازبکستان او د روسیې د خارجه وزیرانو په ګډون سره وشي .

د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د باندنیو چارو د وزیرانو دوهمه غونډه د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په اوویشتمه نیټه د ایران د اسلامي جمهوریت په کوربه توب سره په تهران کښې شوي وه .

د ایران اسلامي جمهوریت د سیمې او د دنیا د یوه اغیزشیندونکي هیواد په توګه تل په خبرو اترو  او سیاسي لارو سره  د افغانستان د کړکیچ په شمول د سیمې د کړکیچونو د حل کولو کوشش کوي .

د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي څه موده مخکې په دې خبرې سره چې افغانستان تل د ایران له اسلامي جمهوریت سره تر ټولو ښې اړیکې لرلي دي وویل د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان له خلکو او حکومت سره هر ډول مرستې کړي دي .

 

ټیګونه