ايران د هېوادونو په خلاف يو اړخيزه بنديزونه مردود بولي
(last modified Thu, 31 Mar 2022 03:08:49 GMT )
Mar 31, 2022 07:38 Asia/Kabul
  •  ايران د هېوادونو په خلاف يو اړخيزه بنديزونه مردود بولي

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير د هېوادونو په خلاف يو اړخيزه بنديزونه مردود وبلل.

د خارجه وزارت د اطلاع رسونې د عمومې ادارې د رپوټ له مخې حسېن امير عبداللهيان پرون په چين کښې د افغانستان د ګاونډي هېوادونو د خارجه وزيرانو د غونډې ترڅنګه د روسيې له خارجه وزير سرګئ لاوروف سره په کتنه کښې د ايران د اسلامي جمهوري حکومت د ګاونډيتوب د سياست ترجيح په بيانولو سره له ګاونډيانو سره د کلکې ملګرتيا په پالېسۍ تاکيد وکړ.

امير عبدالهيان په مختلفو برخو کښې د دواړو هېوادونو د ملګرتياو د زياتېدو په زمينه کښې له موجودو ظرفيت جوړونو څخه په هرکلي سره د ملګرتياو په ودې ټينګار وکړ.

د روسيې  خارجه وزير هم په دغه کتنه کښې له ګاونډيانو په تېره بيا له ايران سره د هراړخيزو ملګرتياو په برخه کښې د خپل هېواد دلچسپۍ ته په اشارې سره د دواړو هېوادونو تعلقات خاص اهميت لرونکي وبلل او له ايران سره د ملګرتيا د پراختيا لپاره د خپل هېواد په چمتووالي تاکيد وکړ.

 

ټیګونه