بریتانیا د پناه غواړو په هکله په مسوولیتونو عمل نه کوي
(last modified Sat, 16 Apr 2022 01:22:02 GMT )
Apr 16, 2022 05:52 Asia/Kabul
  • بریتانیا د پناه غواړو په هکله په مسوولیتونو عمل نه کوي

زمونږ خبریال وايي د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده په بریتانیا کښې د هستوګنه پناه غواړو په زوره روانډا هیواد ته د استولو لپاره د انګلستان د حکومت اعلان شوی پلان د لندن له نړیوالو مسوولیتونو او ژمنو څخه تښتیدل وبلل .

د انګلستان حکومت د مانش سمندر له خطرناکې لارې خپل هیواد ته د غیر قانوني کډوالو د زیاتیدا له بهیر سره د مقابلې لپاره د افریقا روانډا هیواد ته د مهاجرینو د انتقالولو هڅه کوي چې په دغه موده کښې د دوې د مهاجرت په دوسیې باندې غور وکړي .

د انګلستان لومړي وزیر بوریس جانسن دغه اقدام چې حقوقي اړخونه یې روښانه نه دي له ورانکارو قاچاقچیانو سره چې سمندر یې د مهاجرینو په هدیرې بدل کړی دی د مقابلې په لړ کښې بللی دی .

د ایران د خارجه وزارت ویاند  سعید خطیب زاده پرون وویل روانډا ته په انګلستان کښې د دیره پناه غواړو په زوره استول د پناه غواړو د کنونشن له روح او متن سره په تضاد کښې دی .

هغه ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت د انساني او د بشر دوستانه ملاحظاتو په رعایتونو او  د لږو خارجي مرستو په ترلاسه کولو سره د ګاوندي هیواد افغانستان د میلیونونو پناه غواړو کوربه توب کړی او په ځلونو د پناه غواړو چارو ته د اړونده نړیوالو ادارو لخوا یې قدرونه او ستاینه هم شوي ده .

 

ټیګونه