سوئيډن د مسلمانانو لپاره په يوې بنديخانې بدل شوے دے
(last modified Tue, 19 Apr 2022 00:17:20 GMT )
Apr 19, 2022 04:47 Asia/Kabul
  •  سوئيډن د مسلمانانو لپاره په يوې بنديخانې بدل شوے دے

د ايران د قضائيه قوې د نړيوالو چارو مرستيال او د بشري حقوقو د کمېټۍ سېکتر سوئيډن د مسلمانانو لپاره د يوې بنديخانې په توګه ياد کړ.

د اېرنا د رپوټ له مخې کاظم غريب آبادي په يو ټوئيټ کښې اوليکل: «د مذهبي مقدساتو حرمت ماتونه په هيڅ ډول حالاتو کښې د قبول وړ نه ده.»

غريب آبادي واضحه کړه: «په ټوله اروپا کښې ديني نه زغمنه مخ په زياتېدو ده او اوس سوئيډن د دغه هېواد د حکومت په ملاتړ سره د مسلمانانو لپاره په يوې بنديخانې بدل شوے دے.

ټي آر ټي ورلډ ټي وي چېنل په دې وروستيو کښې داسې تصويرونه خپارۀ کړل چې پکښې په سوئيډن کښې يو کس د قرآن مجيدپه توهين کولو سره د دغه مقدس کتاب د سوزولو په حال کښې دے.

دغه کس په ډنمارک کښې د تندلاري ښي پاله ګوند مشر راسموس پالو ؤ چې د سوئيډن په يوه سيمه کښې يې د قرآن مجيد د سوزولو اقدام وکړ.

دغه اقدام په سوئيډن او يو شمېر نورو اسلامي هېوادونو کښې د احتجاجونو سبب شو.په سوئيډن کښې د وروستيو څو ورځو له پېښو وروسته د تېر ايتوار په تهران کښې د دغه هېواد شارډزفئر د ايران خارجه وزارت ته حاضر کړے شو او ورته د بيان د ازادۍ په بهانه د سوئيډن د پوليسو تر ملاتړ لاندې د نوموړي کس لخوا په دغه ګستاخانه اقدام سخت احتجاج وړاندې کړې شو.

 

ټیګونه