د ایران له خوا په سویډن کښې د مسلمانانو خلاف د تشدد او اسلام دښمنه اقداماتو غندنه
ایران د بیان د آزادۍ او په دې پلمه د اسلامي ضده اقداماتو د مجاز بللو په لړ کښې د اروپا په شمول د لویدیځ دوه ډوله کړچارونه په ځلونو غندلې دي
د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت ویاندوي علي بهادري جهرمي په خپلې شخصي صفحې کښې په اروپا په تیره بیا سویډن کښې د ښي پالو تندلارو له خوا د اسلام دښمنه اقداماتو په غبرګون کښې ولیکل: د مذهب آزادۍ خپل ځاې د اسماني دینونو سپکاوي ته ورکړی دی او د بیان آزادي هم په لویدیځ کښې د افراط پالنې او توکمپالنې د دودیدو لپاره یو اوزار ګرځیدلی دی. د رمضان په مبارکه میاشت کښې د سویډن د پولیسو په ملاتړ سره د دوه میلیارډه مسلمانانو شرمناک سپکاوی بشري حقوق نه دي بلکې کرکه خورول او د انسان د معنوي ژوند خلاف یو اقدام دی.
د بهادري جهرمي اشاره په سویډن کښې د تندلارو ښي پالو نویو اسلامي اقداماتو ته ده چې د دغه هیواد د پولیسو له عملي ملاتړ سره مل شوې ده. تیره یکشنبه د سویډن په نورشوپينګ ښار کښې د قرآن پاک د سوځولو د سپک اقدام خلاف د مسلمانانو د اعتراضونو په غبرګون کښې د پولیسو مداخله او تشدد د پولیسو په ډزو کښې د دریو کسانو د زخمي کیدو سبب شو. په سویډن کښې ناقرارۍ د تیرې اونۍ له پنجشنبې څخه په دغه ټول هیواد کښې د ښي پالو د اسلامي ضده اقداماتو له اجرا وروسته پيل شوې او په مختلفو ښارونو کښې د پولیسو په لاسوهنې سره د تشدد او نښتې سبب شوې.
د ډنمارک د (سختې لیکې) په نامه افراطي ښي پال ګوند مشر راسموس پالودان چې ډنمارکي او سویډني دوه ګونې تابعیت لري، د خپلو اسلامي ضده او مهاجرتي ضده ایجنډا په چوکاټ کښې د یولړ اقداماتو ټولګه طراحي کړې او په سویډن کښې یې اجرايي کوي چې یو مهم کار په کښې د قرآڼ کریم سوځول او په اروپا کښې د مسلمانانو له شتون سره مخالفت دی. البته په دې لړ کښې تیره پنجشنبه د راسموسن او د نورو تندلارو وروستی کوشش د سویډن په لینکوپينګ ښار کښې د مسلمانانو د پراخو اعتراضونو په وجه له ماتې سره مخامخ شو. دا په دې لړ کښې د دغې ښي پالې تندلارې ډلې اولنۍ هڅه نه وه بلکې د ۲۰۲۰ کال د آګست په ۲۸ نیټه هم د سویډن په (مالمو) ښار کښې ورته نښتې رامینځته شوې وې او د سړکونو د ناقراریو د رامینځته کیدو سبب شوې.
په هغې تجمع کښې د (سختې لیکې) ګوند غړو د اسلام خلاف د یولړ شعارونو پر ورکولو سربیره، د قرآن کریم یوې نسخې ته اور ورته کړ او د دې پيښې په غبرګون کښې د مالمو ښار سلګونه مسلمانان اعتراض ته راپورته شول. د دغه ګوند مشر راسموسن پالودان چې غړي یې د ډنمارک په پلازمینې کوپنهیګ کښې هم د قرآن کریم د سوځولو مخینه لري، په هغه وخت کښې د دا ډول کارونو د ترسره کولو موخه د سویډن د خلکو راویښول وبلل.
د قرآن پاک په سوځولو سره د مسلمانانو او د اسلامي مقدساتو د سپکاوي لپاره دغه تندلاري ګوند ته د ډنمارک او سویډن د حکومتونو د اجازې پلمه، د بیان آزادي او د هغې د ساتنې په لړ کښې د اروپايي حکومتونو ادعا ده. حال دا چې د بیان د آزادۍ په هکله د اروپايي هیوادونو پّ شمول د لویدیځ دوه ډوله معیارونو ته یوه کتنه ښودنه کوي چې دا چاره یوازې هغه وخت مصداق لري چې له اسلامه د ویرونې او له اسلام سره د دښمنۍ او د مسلمانانو د مقدساتو د سپکاوي په شمول د لویدیځ د نظر وړ موضوعاتو د توهین او تر پوښتنې لاندې یې راوستل مطرح وي او له دې مواردو نه علاوه لکه د هولوکاسټ یعنې په دویم نړیوال جنګ کښې د یهودیانو د وژلو یا په یوکراین کښې د اوسني جنګ په بهیر کښې د روسیې په ګټه د دریځنونې پّ شان مواردو کښې اروپايي حکومتونه د هغو کسانو خلاف چې په دې لړ کښې د دغو حکومتونو له نظره غیرمرسوم او یا غیرمجاز دریځ څرګند کړي، غبرګون ښايي او تر قضايي تعقیب لاندې راځي.
ایران د بیان د آزادۍ او په دې پلمه د اسلامي ضده اقداماتو د مجاز بللو په لړ کښې د اروپا په شمول د لویدیځ دوه ډوله کړچارونه په ځلونو غندلې دي.
د ایران د ولسمشرۍ د سټراټیجکو څیړنو د مرکز مشر محمد صادق خیاطیان په دې هکله وايي: په یوې داسې دنیا کښې چې د سیاسي او اپارټایډي اړیکو په بنیاد، رسنۍ او محققان، ځینو خاصو موضوعاتو ته حتی د نزدې کیدو اجازه ور نه کړي، د بیان د آزادۍ په زړې حربې سره د قرآن د سوځولو د سپک عمل توجیه، د مخاطب د شعور سپکاوی دی.
دا څه چې په سویډن کښې په آزاده توګه او زیاتره وختونه د دغه هیواد د حکومت او پولیسو په ملاتړ سره ترسره کیږي، د بیان د آزادۍ مصداق نه دی بلکې د کرکې خورونې او توکمپالنې روښانه مصداق دی او په هم دې مناسبت د اخلاقو، منطق، ډیموکراټیکو ارزښتونو او د بشري حقوقو د پيژندل شویو اصولو خلاف دی. څوک چې د دې راپارونکو اقداماتو ملاتړ کوي، باید د پایلو او نتایجو مسئولیت یې هم ومني.
*/*/*/*/*/*/*/
ژباړه: عبدالماجد درانی