له اروپا او سیمې سره د ایران د اړیکو د خرابولو لپاره د اسرائیلو ښکاره او پټې هڅې :-
موجوده نښې نښانې ښودنه کوي صهیونیسټ رژیم له هغو پراخو هڅو سره په څنګ کښې چې په امریکا او لویدیځو هیوادونو کښې یې د اټومي تړون د احیا د مخنیوي لپاره ترسره کړي دي په مینځني ختیځ کښې هم د عربستان او د ایران د اړیکو د ښه کیدا د مخنیوي او دغه راز له ترکیې سره د خپلو اړیکو له سره پیلولو سره په یوخت د ایران او د ترکیې ترمینځ د اړیکو د خرابولو لپاره هڅې پیل کړي دي .
وروسته له دې چې په عراق کښې د ایران او د عربستان د خبرو اترو پینځم (۵)پړاو په بریالیتوب سره پاې ته ورسید عربستان د ایران او د عراق په اپوټه چې د خبرو اترو د پرمختګ خبر یې ورکړ په سختې محافظه کارۍ سره له دغه مسلې سره چلند وکړ او هغه وخت هم داسې اټکل کیده چې سعودي عربستان د صهیونیسټ رژیم لخوا اندیښمن دی او نه غواړي له ایران سره د خبرو اترو پرمختګ ښکاره شي .
یروشلم پوسټ ورځپاڼې په صراحت سره په دغه موضوع اعتراف وکړ چې اسرائیل په دې خبره اندیښمن دي چې د ایران او عربستان خبرې د ابراهام موافقو په چوکاټ کښې له اسرائیلو سره د عربستان د موافقې امکان له مینځه وړي او هغه په خطر کښې اچوي .
د ابراهام موافقو اساس د امریکا د پخواني ولسمشر ټرمپ د حکومت په اخري میاشتو او په سپینې ماڼۍ کښې د اونجلیسټانو د واکمنۍ په وخت کښې کیښودل شو او هدف دا و چې اسرائیل په هره ممکنه بڼه او حتی د الهي دینونو او د تاریخ د رایو په تسفیر او جعلي خبرو سره ځان د فارس خلیج عربو هیوادونو په تیره بیا سعودي عربستان ته نږدې کړي چې له دې لارې دغه هیوادونه د فلسطین د حکومت له جوړولو سره له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو د مشروط کولو په هکله د عربستان د وفات شوي باچا عبدالله د سولې له پلان څخه په تیریدا سره له دغه پلان څخه تیر شي او دغه راز له سیمې د امریکا د احتمالي وتلو له کبله خلا د دغو هیوادونو په مشارکت سره ډکه کړي او د دغه خبرې مخه ونیسي چې ایران او د هغه د مقاومت چورلیز په خپل پراخ شتون سره دغه خلا ډکه کړي .
پر دې اساس صهیونیسټ رژیم د فارس خلیج له عربو هیوادونو په تیره بیا له هغو هیوادونو سره چې له اسرائیلو سره یې د اړیکو د عادي کولو کار پیل کړي دي له ایران سره د دغو عربو هیوادونو هر ډول ښه کیدل په اندیښنې سره تعقیبوي .
البته خبره همدلته نه ختمیږي او صهیونیسټ رژیم په جعلی سناریوګانو جوړولو او جعلي خبرونو سره د اروپايي هیوادونو ترمینځ د اړیکو په تیره بیا له ایران سره د اټومي تړون د احیا کونکو هیوادونو د اړیکو او دغه راز له ایران سره د ترکیې د اړیکو د خرابولو هڅه پیل کړي ده او د ترکیې په هکله دقیقا هماغه سناریو تعقیبوي چې څو کاله مخکې یې له ایران سره د سعودي عربستان د اړیکو د خرابولو لپاره تعقیب کړي وه .
په دې لړ کښې «ایران اینټرنیشنل ټیلي ویژن» چې د سعودي عربستان دی په اروپا کښې د یوې ډيپلوماټیکې سرچینې په قول چې د نوم له ښودلو یې ډډه وکړه ادعا وکړه چې د ایران سپاه قدس ځواک په ترکیې ، فرانسې او جرمني کښې د ټرور د عملیاتو د پلانونو هڅه کوي .
دغه درې(۳) هیوادونه چې په دغه سناریو کښې ورته اشاره شوي ده په هدف سره انتخاب شوي : فرانسه او جرمني په دې سربیره چې د اټومي تړون غړي دي د اوکراین له جنګ څخه وروسته له نورو هیوادونو زیات تاوانونه لیدلي دي او درانه اقتصادي او سیاسي تاوانونه یې زغملي دي او همدا اوس داسې ښکاري چې له مخکې څخه زیات د اټومي تړون د احیا لپاره راغب ووسي ځکه چې کولای شي د انرژۍ د تامین په زمینه کښې د دغو هیوادونو لپاره د نوي سا د اخیستلو فضا رامینځته کړي .
ترکیه هم له دې سره سره چې د نیزې په زور سره د متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او د اسرائیلو له مثلث سره د اړیکو د احیا کولو په کاږل شوي ده او د ایران په هکله یې د سیمې د مسائیلو په تیره بیا د سوریې په هکله له سیالۍ کولو ډک سیاست غوره کړی دی ، خو د ایران د اټومي فعالیتونو پرضد یې د امریکا د یواړخیزه بایکاټونو په هکله ضروري ملګرتیا نه ده کړي ځکه چې په خپله له دغو بایکاټونو تاوان لیدونکي ګڼل کیږي او د فرانسې او د جرمني په شمول د ډیرو اروپايي هیوادونو په شان د اوکراین له جنګ څخه وروسته د اټومي بایکاټونو ختمولو ته راغبه شوي ده .
پر دې اساس په دغه سناریو کښې د ترکیې شاملول چې له دې مخکې یې مخینه لرلي ده په دغه هدف سره ترسره شوي دي چې له ترکیې سره د متحده عربي اماراتو، د سعودي عربستان او د اسرائیلو چې درې واړه هیوادونه د اټومي تړون له احیا سره مخالف دي د اړیکو له احیا سره په څنګ کښې د ایران او د ترکیې اړیکې خرابې شي چې هم د اټومي تړون له احیا سره د مخالفت او هم په نورو سیمه ییزو معادلاتو کښې د هغو په څنګ کښې ورشي .
په زړه پورې خبره دا ده چې د نوي سناریو په جوړولو او له ترکیې او نورو اروپايي هیوادونو سره د اړیکو په خرابولو کښې یې دقیقا هماغه د ایران او د عربستان د اړیکو د خرابولو له سناریو څخه ګټه پورته کړي ده او په هغه پړاو کښې چې د اسرائیلو په لور د سعودي عربستان د جذبولو لپاره هدف پلان شوی و او سناریو پلان او اجرا شوه چې پکښې ادعا شوي وه ایران له یوې قاچاقچي شبکې په استفادې سره په امریکا کښې د سعودي عربستان د هغه وخت د سفیر عادل الجبیر د ټرور کولو هڅه کوله چې همدغه سړی الجبیر په عربستان کښې د محمد بن سلمان له سپینې کودتا سمدستي وروسته چې د امریکا د پخواني ولسمشر ټرمپ په حکومت کښې د اوانجلیسټانو واک ته له رسیدا سره په یووخت وو د سعودي عربستان د خارجه وزیر په توګه وګمارل شو او خپله دنده یې پیل کړه .
همدا اوس په نوي سناریو کښې ادعا شوي ده چې د ایران سپاه قدس ځواک له یوې قاچاقچي ډلې په استفادې سره په ترکیې ، جرمني او فرانسې کښې د وژلو د ترسره کولو هڅه کوي چې ظاهرا ناکامه شوي ده .