سیمه کښې د پردیو شتون د ناامنۍ سبب دی
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قومندان سردار علیرضا تنګسري ټینګار وکړ په سیمه کښې د پردیو شتون د ناامنۍ سبب دی .
هغه وویل د سیمې هیوادونه کولای شي د دغه حساسې سیمې امنیت ټینګ کړي او د پردیو هیوادونو شتون ته هیڅ ضرورت نشته او ایران په ځلونو جنوبي ګاونډیو هیوادونو ته د سولې او د دوستۍ پیغامونه اعلان کړي دي او د دې جوګه یوو چې د دغه سیمې امنیت ټینګ کړو او په دغه سیمه کښې د پردیو شتون اصلا توجیه نلري او په پریکنده توګه د هغوې شتون د ناامنۍ سبب دی .
تنګسري وویل امریکا او له سیمې ورهاخوا هیوادونه په دغه سیمه کښې هیڅ ځای نه لري او د قدس نیواکګر رژیم به هم په پریکنده توګه په دغه سیمه کښې هیڅ ځای ونلري ؛ ایران تر یوه حده پورې زغم لري او که چیرې صبر یې ختم شي په پریکنده توګه هر هیواد چې په فارس خلیج کښې د ایران د ګټو لپاره مشکل رامینځته کړي نو د سپاه پاسداران د سمندري ځواک ځواب به ورته پریکنده او پښیمانه کونکی وي .
هغه د فارس خلیج په مهم بللو سره وویل دلته فارس خلیج دی او هیڅوک نشي کولای هغه ته جعلي نوم واخلي .