سیمه کښې د پردیو شتون د ناامنۍ سبب دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115472-سیمه_کښې_د_پردیو_شتون_د_ناامنۍ_سبب_دی
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قومندان سردار علیرضا تنګسري ټینګار وکړ په سیمه کښې د پردیو شتون د ناامنۍ سبب دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 01, 2022 10:18 Asia/Kabul
  • سیمه کښې د پردیو شتون د ناامنۍ سبب دی

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قومندان سردار علیرضا تنګسري ټینګار وکړ په سیمه کښې د پردیو شتون د ناامنۍ سبب دی .

هغه وویل د سیمې هیوادونه کولای شي د دغه حساسې سیمې امنیت ټینګ کړي او د پردیو هیوادونو شتون ته هیڅ ضرورت نشته او ایران په ځلونو جنوبي ګاونډیو هیوادونو ته د سولې او د دوستۍ پیغامونه اعلان کړي دي او  د دې جوګه یوو چې د دغه سیمې امنیت ټینګ کړو او په دغه سیمه کښې د پردیو شتون  اصلا توجیه نلري او په پریکنده توګه د هغوې شتون د ناامنۍ سبب دی .

تنګسري وویل امریکا او له سیمې ورهاخوا هیوادونه په دغه سیمه کښې هیڅ ځای نه لري  او د قدس نیواکګر رژیم به هم په پریکنده توګه په دغه سیمه کښې هیڅ ځای ونلري ؛ ایران تر یوه حده پورې زغم  لري او که چیرې صبر یې ختم شي په پریکنده توګه هر هیواد چې په فارس خلیج کښې د ایران د ګټو لپاره مشکل رامینځته کړي  نو د سپاه پاسداران د سمندري ځواک ځواب به ورته  پریکنده او پښیمانه کونکی وي .

هغه د فارس خلیج په مهم بللو سره وویل دلته فارس خلیج دی او هیڅوک نشي کولای هغه ته جعلي نوم واخلي .