امریکا دې د سیاسي نوښت په لاره ګام کښیږدي
(last modified Wed, 04 May 2022 03:25:31 GMT )
May 04, 2022 07:55 Asia/Kabul
  • امریکا دې د سیاسي نوښت په لاره ګام کښیږدي

د ایران خارجه وزیر وویل: د امریکې حکومت دې د ټرمپ د غیرقانوني کړچار د اصلاح کولو په ترڅ کښې د سیاسي نوښت په لاره روان شي

د ایران او آیرلینډ د بهرنیو چارو وزیرانو امیر عبداللهیان او سایمن کاووني د دوه اړخیزو او نړیوالو مسائلو او د ویانا د مذاکراتو په هکله خبرې اترې او د نظر تبادله وکړه.

په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د ایران خارجه وزیر وویل: مونږ په یوکراین، یمن، فلسطین، افغانستان او د نړۍ په نورو سیمو کښې د جنګ او د انسانانو د بې کوره کیدو مخالف یو او باوري یو چې د پایدارې صلحې او امنیت لپاره باید د سیاسي حل لاره په لور لاړ شو.

هغه هم داشان د ویانا د مذاکراتو بهیر ته په اشارې سره زیاته کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت پر سیاسي نوښتونو سربیره د بندیزونو د ختمولو په مذاکراتو ښې یوې ښې، پياوړې او پایداره موافقې ته د رسیدو لپاره د ضروري ارادې شتون په عملي توګه څوڅو وارې ښودلی دی او اوس د امریکايي لوري وار دی چې په حقیقت پسندانه کړنلارې سره د ټرمپ د غیرقانوني کړچار اصلاح کولو ته مخه کړي او د سیاسي نوښت په لاره ګام کښیږدي او مونږ خپلو سرو کرښو ته په پام سره وروستۍ موافقې ته د رسیدو لپاره د ډیپلماسۍ لارې ته دوام ورکوو.

په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د آیرلینډ خارجه وزیر هم د یوکراین د جنګ په نتیجه کښې د نړیوالو شخړو زیاتیدل اندیښمنونکي وبلل او ټینګار یې وکړ چې هیواد به یې د نړیوالو شخړو د کمولو په تیره بیا ایټمي موافقې ته د رسیدو لپاره له هیڅ کوششه ډډه ونه کړي.

 

ټیګونه