د اسلامي انقلاب له رهبر سره د سوریې د ولسمشر لیده کاته
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د سوریې له ولسمشر او ورسره پلاوو سره په ګتنه کې، په یوه نړیواله جګړه کې د سوریې د نظام او د ولس مقاومت او بریالیتوب د سوریې د اعتبار د زیاتېدو او سرلوړی لامل وباله او د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو په پراختیایي تاکید وکړ.
د سوریې ولسمشر بشار اسد د یکشنبې په سهار تهران په سفر کې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت ایت ا... سید علی خامنه ای او د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي سره خبري اترې وکړې.
حضرت ایت ا... خامنه ای په دغه لیدنه کې په سیاسي او فوځي ډګرونو کې د سوریې لویو لاسته راوړنو ته په اشارې سره، وویل: نن سبا د سوریې حالات له جګړې مخکي سره توپیر کوي، که څه هم هغه وخت کې سوریې کې ورانۍ نه وې لیکن اوس د سوریې اعتبار او احترام تر پخوا زیات شوی دی او ټوله سوریې ته د یو قدرت په سترګه ګوري.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې باندې په تاکید سره چي د سوریې ولس او جمهور رئیس د سیمي هیوادونو ته سرلوړي دي، زیاته کړه: زموږ تاسو د ځینو ګاونډیو هیوادونو مشران، د صهیونیستي رژیم له چارواکو سره ناسته پاسته کوي او یو بل سره چای څښي لیکن د همدغو هیوادونو خلګ د قدس په ورځ کې سړکونو ته راوځي او د صهیونیستي رژیم په ضد شعارونه ورکوي دا زمونږ د سیمي د نن ورځې حقیقت دی.
د سوریې ولسمشر هم د ایران د ولس او د دولت له ملاتړ څخه په قدرونې او د شهید سردار سلیمانی څخه په یادونې سره، وویل: په تېرو ۴ لسیزو کې د سیمي او په تېره کې بیا د فلسطین په چارو کې د ایران نه بدلېدونکی دریځ او مقاومت د سیمي ټولو ولسونو ته وښودله چي د ایران لاره سمه او اصولي لاره ده.
بشار اسد څرګند کړ: د جګړې ورانتیاوې رغېدونکي دي، لیکن که اصول له مینځه لاړ شي، د رغولو نه دي او د امام خمینی ره په اصولو باندې د ایران د ولس ژمنتیا چي د معظم رهبر په همت سره دوام کړې د ایران د ولس، د سیمي د ولسونو او په تېره بیا د فلسطین د خلګو د بریالیتوب سبب شوی دی.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر بشار اسد سره په لیدنه کې، د شهید سردار سلیمانی په درنښت سره، وویل: هغه بزرګوار شهید سوریې په وړاندې خاص تعصب لرل او په صادقانه توګه به یې سرشیندنه کاوه او په سوریه کې یې د ایران د سپیڅلي دفاع له دورې سره یې چلند توپیر نه کاوه. شهید سلیمانی او د سپاه پاسداران نورو وتلیو شخصیتونو منجمله شهید همداني په حقیقت سره، د زړه له کومي به هلي ځلي کولې او د سوریې مسالې ته یې د یوې سپېڅلي مسالې په سترګه کتل.
د ایران د اسلامي جمهوریت له نظره، د سوریې د امنیت او ثبات ساتنه او په سیمه ایزو مسایلو کې د هغه پیاوړی حضور د اهمیت وړ دی، دغه هیواد د صهیونیستي رژیم په خلاف دریځ غوره کولو سره د اسرائیل د نیواک ګر رژیم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی، په دې اساس ایران او سوریه د اسرائیل له نامشروع رژیم سره د اسلامي هیوادونو د اړیکو د رغولو مخالفه دي.
د سوریې ولسمشر د اسلامي انقلاب له رهبر سره په لیدنه کې په دې اړه وویل: هغه څه چي په سیمي باندې د اسرائیلي رژیم د ولکې مخنیوی وکړ، د ایران او سوریې استراتیجیکي اړیکې دي چي باید په پیاوړي توګه دوام وکړي.
ښکاره خبره ده چي په ټولو سیاسي، رونیزو، اقتصادي او فرهنګي ډګرونو کې د سوریې او ایران اړیکې مخ په پراخېدو دي او په نړیوالو او سیمه ایزو چارو کې د دواړو هیوادونو ګډې ګټې د دې ضرورت رامینځ ته کوي چي د تهران او دمشق تر مینځ د اوږدمهاله او استراتیجیکو اړیکو په لړ کې پلانونه وشي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې اړه تاکید وکړ چي د ایران ولسمشر او دولت هم له لوړي روحیې څخه برخمن دي او د سوریې د موضوع په وړاندې جدي انګیزه لري چي باید له دې فرصت څخه د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو د پراختیا لپاره کار واخیستل شي.