د اروپايي اتحادیې مسوول او د ایران چارواکو خبرې وکړې
May 11, 2022 15:59 Asia/Kabul
ایران پریس خبري اژانس وايي د اروپايي اتحادیې د خارجي سیاست د مسوول مرستیال نن د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو له مرستیال سره کتنه او خبرې وکړې .
د اروپايي اتحادیې د خارجي سیاست د مسوول مرستیال او د ویانا د خبرو اترو غږملونکي انریکه مورا او د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال او د ویانا د خبرو اترو غږملونکي علي باقري نن په تهران کښې کتنه وکړه او د دلچسپۍ وړ د مسائیلو په هکله یې د نظر تبادله وکړه .
انریکه مورا بیګا تهران ته له راتلو مخکې په یوې وینا کښې چې دوباره د ایران د خارجه وزیر له مرستیال علي باقري او نورو چارواکو سره د کتنې او د ویانا د خبرو اترو لپاره تهران ته ورځم وویل د ویانا په خبرو کښې د پاتې درزونو د ختمولو لپاره کار دوام لري .