ایران کي یف او ماسکو د جنګ ختمولو ته راوبلل
(last modified Mon, 30 May 2022 01:22:01 GMT )
May 30, 2022 05:52 Asia/Kabul
  • ایران کي یف او ماسکو د جنګ ختمولو ته راوبلل

د ایران خارجه وزیر له خپل فنلینډي همرتبه سره په خبرو کښې وویل: ایران د جنګ مخالف دی او کي یف او ماسکو خبرواترو او د جنګ ختمولو ته رابولي

حسین امیر عبداللهیان او د فن لینډ خارجه وزیر پکا هاویستو د دوه اړخیزو اړیکو او د یوکرین د کړکیچ په شمول د نړیوالو او سیمه ایزو بدلونونو په هکله ټیلیفوني خبرې اترې وکړې.

د ایران خارجه وزیر تهران ته د فنلینډ د بهرنیو چارو د وزیر وروستي سفر او شویو موافقو ته په اشارې سره، وویل چې ایران له فنلینډ سره د ملګرتیا پراخولو ته بیخي تیار دی.

هغه د امریکې په فیصلې نه کولو او د ایران د اسلامي جمهوریت جدي والي ته په اشارې سره، یوې ښې، پياوړې او پایدارې موافقې ته په رسیدو کښې د تهران په هوډ باندې تاکید وکړ.

امیر عبداللهیان په یمن کښې د اوربند له دوامه ملاتړ، د دغه هیواد د انساني محاصرې په بشپړې لغو کیدنې او د یمني-یمني خبرواترو په چوکاټ کښې د یمن د کړکیچ په واري باندې ټینګار وکړ.

په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د فنلینډ خارجه وزیر هم د دواړو هیوادونو ترمینځ د سفارتي اړکیو د ټینګیدو د نویمې (۹۰) کلیزې په درنښت سره د ایران او فنلینډ اړیکې مهمې وبللې او د ویانا په مذاکارتو کښې ښې موافقې ته د رسیدو هیله یې څرګنده کړه.

هغه د یوکرین د کړکیچ په هکله هم هیله وښودله چې روسي-یوکریني خبرې اترې د ایران په شمول د مختلفو هیوادونو په مرستې سره د دغه کړکیچ له صلحه ایز هواري سره مرسته وکړي.

 

ټیګونه