امیر عبداللهیان په آژانس کښې د ایراني ضده پریکړه لیک برابرونکو ته خبرداری ورکړ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په یو ټویټ کښې ولیکل: که د ایټمي انرجۍ په نړیوال آژانس کښې د ایراني ضده پریکړه لیک بنسټګر د ګواښ طریقه تعقیب کړي نو د هغې د ټولو پایلو ذمه وار به وي.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان نن سهار د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د واکمنې شورا د غونډې په درشل کښې په یو ټویټ کښې د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست له مسئول جوزپ بورل سره خپلو وروستیو خبرواترو ته اشاره وکړه او ویې لیکل: له جوزپ بورل سره مو د بندیزونو د لغو کولو او د دې کار د دوام د څرنګوالي په هکله صلاح مشورې وکړې.
هغه څرګنده کړه: که د ایټمي انرجۍ په نړیوال آژانس کښې د ایراني ضده پریکړه لیک بنسټګر د ګواښ طریقه تعقیب کړي نو د دې کار د ټولو پایلو مسئول به دوي په خپله وي.
هغه وویل: مونږ د یوې ښې، پياوړې او پایداره موافقې هرکلی کوو. موافقه کیدونکې ده خو که امریکا او درې اروپايي هیوادونه حقیقت پسند ووسي.
د ایران خارجه وزیر له دې مخکښې د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست له مسئول جوزپ بورل سره په ټیلیفوني خبرو کښې خبرداری ورکړی و چې په آژانس کښې د امریکې او د دریو اروپايي هیوادونو له خوا هر ډول سیاسي اقدام به بیشګه د ایران له متناسب، موثر او سمدسي اقدام سره مخامخ شي.
ټاکل شوې چې د آژانس د واکمنې شورا غونډه نن ترسره شي.