د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنۍ شورا کښې د ایران پرضد د پریکړه لیک بنسټګرو ته خارجه وزیر خبرداری:-
(last modified Mon, 06 Jun 2022 10:31:56 GMT )
Jun 06, 2022 15:01 Asia/Kabul
  • د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنۍ شورا کښې د ایران پرضد د پریکړه لیک بنسټګرو ته خارجه وزیر خبرداری:-

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان نن سهار او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا د غونډې په درشل کښې په یوه ټویټ پیغام کښې د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست له مسوول جوزپ بوریل سره خپلو وروستیو ټيلي فوني خبرو ته اشاره وکړه او ویې لیکل: له جوزپ بورل سره به مو د بایکاټونو د لغو کیدا او د بندیزونو د دوام د څرنګوالي په هکله سلامشوره کړي وه.

حسین امیر عبداللهیان له جوزپ بورل سره په دغو ټیلي فوني خبرو کښې خبرداری ورکړ: په اټومي انرژۍ نړیوال اژانس کښې به  د امریکا او د دریو اروپايي هیوادونو لخوا هرډول سیاسي اقدام بې شکه د ایران له متناسب ، اغیز شیندونکي او سمدستي غبرګون سره به مخامخ شي.

امیر عبداللهیان ډاګینه کړه: که چیرې په اټومي انرژۍ نړیوال اژانس کښې د ایران پرضد د پریکړه لیک بنسټګران د ګواښ روده تعقیب کړي، نو دوې د ټولو پایلو مسوول دي. مونږ د ښې د پیاوړي او د پایداره موافقې هرکلی کوو.موافقه   کیدلای شي که چیرې امریکا او درې اروپايي هیوادونه واقع بین ووسي.

ټاکل شوي ده چې له نن څخه د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا غونډه ترسره شي، دغه غونډه په داسې حال کښې کیږي چې امریکا او دریو اروپايي هیوادونو فرانسې، بریتانیا او جرمني د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس واکمنې شورا ته د پریکړه لیک مسوده وړاندې کړي ده او ادعا یې کړي ده چې په نه اعلان شویو مرکزونو کښې د یورانیمو د پیدا کیدا په هکله د اړونده موضوعګانو نه حل کیدل د سختې اندیښنې وړ چاره ده.

دغه څلور هیوادونه دغه راز ادعا کوي چې د ایران د ناکافي ملګرتیا په دلیل اختلافات او د سیف ګارډ مسائیل هماغه راز حل نه دي شوي او له ایران څخه یې غوښتي دي چې سمدستي د پاتې سیف ګارډ د ټولو مسائیلو د حل کولو لپاره د ډير تعامل لپاره د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس وړاندیز ومني.

داسې ښکاري د یواړخیزه بایکاټونو په ختمولو او دغه راز د ترهګرو ډلو له فهرست څخه د اسلامي انقلاب د سپاه  پاسداران ځواک د نوم د ایستلو لپاره د ایران د قانوني او د منطقي غوښتنو او د وړاندیزونو د منلو په زمینه کښې د جوبایډن حکومت دخپلو اروپايي  شرکاو په مرستې سره  په غیر رغنده اقدام کښې هڅه کوي د هر اړخیزه دباو د کړچار په غوره کولو او په تیره بیا له اټومي اژانس سره د تهران د کافي ملګرتیا د نه کولو په پلمه په واکمنې شورا کښې د پریکړه لیک د تصویبولو په ګواښ سره د دغه څارونکې ارګان د غوښتنې په موردونو کښې ایران تر سخت دباو لاندې راولي.

دا په داسې حال کښې دي چې ایران په تیر وخت  کښې د احتمالي پوځي اټومي اقداماتو مسله یا هماغه پي ډي ایم له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره حل کړي وه او همدا اوس د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس د صهیونیسټ رژیم په ادعاګانو مطرح کولو سره یوځل بیا په ایران کښې د ځینو د ادعا وړ مرکزونو په هکله دغه موضوع مطرح کړي ده.

همدغه راز تیر وخت ته په کتنې او د زیات دباو له سیاست سره د ایران د چلند څرنګوالي ته په پام سره چې د امریکا لخوا  د پخواني ولسمشر ټرمپ د حکومت په وخت کښې له اټومي تړون څخه د واشنګټن په وتلو او د زیات دباو د سیاست په چوکاټ کښې اجرا شول د دې ښودنه کوي چې ایران کلنګ غوښتنې او ګواښ نه دی تسلیم شوی او په بدل کښې یې  د زیات مقاومت د سیاست په غوره کولو سره د امریکا د غیر قانوني او د ظالمانه بایکاټونو اغیز کم حد ته ورسول.

په عین حال کښې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مشر رافائل ګروسي غیر رغنده کړچار چې عملا په غیر حقیقي ادعاګانو او په تیره بیا له اټومي اژانس سره د ایران د کافي  ملګرتیا د نه کولو په ادعا سره د امریکا او د هغې د دریو اروپايي ملګرو هیوادونو د پریکړه لیک د مسودې د برابریدا زمینه جوړونکی شوی دی د تهران له سترګو پټ نه دي .

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائیل ګروسي د واکمنې شورا د غونډې په درشل کښې نیواکي فلسطین ته ورغی او پرون یې د صهیونیسټ رژیم له لومړي وزیر نفتالي بنت سره خبرې وکړې.

د ګروسي سفر د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا د غونډې ترسره کیدا او د هغه تیرو دریځونو ته په پام سره د ایران پرضد د صهیونیسټ رژیم د غلیمانه سیاست په لړ  کښې د واکمنې شورا په غونډې کښې له  اسرائیلو سره د خپلو دریځونو د غږمله کولو او د تل ابیب له چارواکو سره د  هغه د غږمله کیدا په هکله یوشمیر شکونه رامینځته کوي.

همدغه چاره سبب شوي ده چې ایران د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د دریځونو په هکله خبرداری ورکړي.

په دې لړ کښې د ایران خارجه وزیر په تیرې پنجشنبې ورځ د سینګاپور له بهرنیو چارو وزیر سره په ټیلي فوني خبرو کښې په دې خبرې سره چې تهران ته د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مشر ګروسي په وروستي سفر کښې مونږ په مثبت بهیر سره د دواړو لورو د مرضې وړ موافقې ته رسیدلي وو وویل د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په فني چارو کښې سیاسي لاسوهنې کاملا غیر رغنده ګڼو.

په عین حال کښې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا په غونډې کښې د ایران پرضد د هرډول پریکړه لیک د تصویبیدا په هکله امریکا او د هغې اروپايي ملګرو ته د ایران د خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان جدي خبرداری د دې ښودنه کوي چې د ایران د ښه نیت پراساس له اقداماتو او دریځونو سره سره چې تراوسه یې په ځلونو څرګنده کړي او اعمال کړي دي خو تهران د امریکا په مشرۍ د لویدیځو هیوادونو لخوا د غیر رغنده کړچار، سیاسي اقدام او کلنګ غوښتنې دوام نه زغمي او د امریکا او د دریو اروپايي هیوادونو له غیر رغنده اقداماتو سره د مقابلې په لړ کښې به متقابل او متناسب اقدامات او دریځونه غوره کړي.

 

 

 

 

 

ټیګونه