صهیونیسټي رژیم د ایران خلاف د آژانس د احتمالي پریکړه لیک ملاتړی دی
سلامي: د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس په واکمنې شورا کښې د ایران خلاف د احتمالي پریکړه لیک د مسودې طرحه، د زیات نه زیات دباؤ د سیاست په لړ کښې ده
د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر وویل: د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس په واکمنې شورا کښې د ایران خلاف د احتمالي پریکړه لیک د مسودې طرحه، د زیات نه زیات دباؤ د سیاست په لړ کښې ده چې صیهونیسټي رژيم یې ملاتړ او مشري کوي
محمد اسلامي نن د خبریالانو به ټول کښې د ایران خلاف په واکمنې شورا کښې د دریو اروپايي هیوادونو د وړاندیزي پریکړه لیک په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کښې زیاته کړه: شل کاله وشول چې په ایران باندې دا ډول تورونه پورې کیږي.
هغه په دې خبرې سره چې د ایټمي موافقې د کیدو بنیاد، د ایران د ایټمي پروګرام خلاف د نړیوالو تورونو ختمول وو، زیاته کړه: د ایټمي پروګرام د احتمالي پوځي اړخونو PMD په چوکاټ کښې ټول ادعايي موارد بند شوي دي او لویدیځو هیوادونو باید په ایران باندې موجود بندیزونه لرې کړې وی خو دا کار ونه شو.
د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر څرګنده کړه: ایران څوڅو میاشتې مذاکره کړې او د موافقې متن په تخنیکي توګه بشپړ شوی دی خو دوباره صهیونیسټي رژیم په ترهګرو او رواني عملیاتو سره او همداشان له بیابیا ګواښونو سره په ملې ډیپلماسۍ سره د ایران ګواښي.
هغه په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت هیڅ ډول پټ او نه لیکل شوی ایټمي فعالیت نه لري او همکاران باید پوه شي چې دا ادعايي موارد د صهیونیسټي رسنیو ادعايي القائات دي، زیاته کړه: ایران د ایټمي انرجۍ له نړیوال آژانس سره پوره همکاري کړې ده.